د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

ماټیس: پاکستان کې د تروریستي ډلو فعالیت د افغانستان امنیت ګواښي


د امریکا دفاع وزارت ته د منتخب ولسمشر کاندید متقاعد جنرال جېمز ماټیس وايي، که د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شي، پر پاکستان به فشار راولي چې پر خپله خاوره د هغو ډلو فعالیت بند کړي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

جېمز ماټیس پرون پنجشنبې د دفاع وزارت لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاندید په توګه د سنا د پوځي خدماتو کمېټې تائید ترلاسه کړ او نن به د هغه پر کانديدۍ عمومي رای ګیري وشي.

جېمزماټیس همدا راز د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو د بریالیتوب لپاره د سیمې د هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

جېمز ماټیس د سنا استماعیه غونډې ته وویل، په پاکستان کې د تروریستانو ځالې هغه لویه ستونزه ده چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ دي.

ماټیس: پاکستان کې د تروریستي ډلو فعالیت لویه ستونزه ده.
ماټیس: پاکستان کې د تروریستي ډلو فعالیت لویه ستونزه ده.

متقاعد جنرال ماټیس وویل:

"د افغانستان طالبانو ته په پاکستان کې موجودې ځالې او د حرکت ازادي، هغه مهمه عملیاتي مسئله ده چې افغان امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ شوي دي."

جېمزماټیس د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل، د دفاع وزیر په توګه تر تائید وروسته پر ټولو لارو چارو غور وکړي چې د هغو افراطي ډلو پناه ځایونه له منځه یوسي چې د افغانستان امنیت اوثبات یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې په سیمه کې هېوادونه مسؤلیت لري چې په افغانستان کې د حکومت او د مخالفو ډلو ترمنځ د روغې د بهیر ملاتړ او مرسته ورسره وکړي.

متقاعد جنرال جېمزماټیس زیاته کړه چې د سیمې هېوادونه باید پر افغان طالبانو او د هغوی پر ملګرو افراطي شبکو فشار راولي چې په افغانستان کې د تشدد روان کړی کمپاین پاي ته ورسوي.

ماټیس: پاکستان باید د تروریستي ډلو په وړاندې جدي اقدام وکړي.
ماټیس: پاکستان باید د تروریستي ډلو په وړاندې جدي اقدام وکړي.

هغه وویل:

"موږ باید پاکستان وهڅوو چې د طالبانو او د حقاني شبکې پرضد زیات اقدام وکړي."

د جېمز ماټیس په وینا، له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د روغې د بهیرملاتړ په برخه کې د متحدو ایالاتو ټولې هڅې باید د امریکا د ملي امنیت له ګټو سره اړخ ولګوي او د افغانستان د حکومت خپلواکي باید پکې وساتل شي.

نوموړي له طالبانو سره په مذاکرو کې د امریکا د تلونکي ولسمشر بارک اوباما د درېیو سرو کرښو ملاتړ وکړ او ويې ویل چې وسله والو طالبانو ته مخکې ویل شوي چې له القاعده سره باید اړیکي وشلوي، له تشدده لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ته باید د درناوي په چوکاټ کې د هغه هېواد سیاسي بهیر ته ورګډ شي.

هغه وویل:

"زما په باور، دا له افغان طالبانو منطقي غوښتنې دي."

له پاکستان سره د مرستو د مشروطولو په اړه جېمز ماټیس د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې پر ټولو امکاناتو به غور وکړي.

هغه وویل چې پاکستان ته ځینې سخت سبقونه ورکړ شوي خو بیا هم باید له خپل ګاونډي افغانستان سره زیاتې همکارۍ ته وهڅول شي.

ماټیس: پاکستان باید خپل ګاوندي سره مرستې ته وهڅول شي.
ماټیس: پاکستان باید خپل ګاوندي سره مرستې ته وهڅول شي.

جېمز ماټیس زیاته کړه:

"که زه د امریکا دفاع وزیر وټاکل شم، د بهرنیو چارو له وزارت او کانګرس سره به ګډه کار وکړم چې پاکستان ته په هغو مواردو کې چې زموږ ملي امنیت او د سیمې امنیت ته مهمې دي، بدیل ورکړل شي او پردې به تمرکز کوو چې پاکستان هغه وسله والې ډلې چې د هغه هېواد پرخاوره فعالیت کوي، خنثی کړی یا وباسي."

د امریکا د تلونکي ولسمشر بارک اوباما ادارې هم په مکرر ډول د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې پرخپله خاوره د حقاني شبکې او نورو هغو افراطي ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي چې په افغانستان کې امنیت اوثبات ته ګواښ پېښوي.

د پاکستان حکومت وايي چې له تروریزم سره مبارزې ته تعهد لري او په وزیرستان کې دوسله والو ډلو پر ضد د خپلو پوځي عملیاتو بري ته اشاره کوي.

خو د افغانستان حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې د نړیوالو سترګو ته خاورې ورشیندي او یوازې هغه وسله وال په نښه کوي چې د پاکستان پر ضد وسله فعالیت کوي.

جېمز ماټیس پرون پر نړیوالو امنیتي مسئلو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دروسیې فعالیت نړیوال امنیت ته اوله درجه ګواښ دی او دروسیې پر رهبرانو یې تور پورې کړ چې د ناټو تړون د ماتولو هڅې کوي.

په امریکا کې د قانون له مخې، هغه کسان چې د دفاع وزارت په لوړو څوکیو مقررېږي، باید لږترلږه اووه کاله له پوځي خدمته لرې پاتې شوی وي.

دا قانون د امریکا د دفاع وزارت پر لوړو څوکیو د ملکي واکمنۍ د ټینګولو لپاره را منځ ته شوی دی.

د امریکا سنا به نن د دفاع وزارت پرلوړو څوکیو د پوځي وګړو د ماموریت په قانون کې د استثنی تر څنګ، د دفاع وزارت ته د جېمزماټیس پرکاندیدۍ هم رایې ورکړي اوغالباً هغه به تائید کړي.

د امریکا په دفاع وزارت کې پر لوړو څوکیو د کار کولو لپاره د " اووه کاله غیر پوځي فعالیت" قانون په ۱۹۵۰میلادي کال کې د جورج مارشال لپاره مات شوی و.

خو حتی د ډونالډ ټرمپ یو شمېر سترو منتقدانو د جېمز ماټیس لپاره په قانون کې د استثنی ملاتړ کړی دی.

هغوی استدلال کوي چې د متقاعد جنرال ماټیس تجربه او شخصیت به پرمنتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ملي امنیت په چارو کې تجربه نه لري، فشار راولي او ثبات به رامنځ ته کړي.

۶۶ کلن ماټیس
۶۶ کلن ماټیس

جېمز ماټیس ۶۶ کلن دی، څلور لسېزې یې د امریکا د متحدو ایالاتو په پوځ کې خدمت کړی او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تقاعد شوی دی.

XS
SM
MD
LG