د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

دفاع وزارت: حقاني ډله افغانستان کې د خوندي ځای په لټه کې ده


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د طالبانو او داعش تر څنګ حقاني ډله هم په افغانستان کې د خوندي مرکزونو په لټه کې ده.

په جنوب په تېره بیا په پکتیا کې وروستیو ناامنیو ته په کتو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې حقاني ډله په دې سیمه کې د نظامي مرکز د جوړېدو هڅه کوي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، حقاني ډله تر ډېره جنوبي ولایتونو کې فعالیت ته لېواله ده خو افغان حکومت کولای شي ورته غښتلی ځواب ورکړي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"د طالبانو او داعش په‌څنګ کې د حقاني ګروپ هم غواړي چې د ځينو بهرنیو استخباراتو په مرسته د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځو ولایتونو کې ځينې ګواښونه رامنځته او په دغه سیمه او جاني‎خېلو کې خپل نظامي مرکز جوړ کړي."

فعالان: خوست او پکتیا ته د حقاني شبکې د لېږد هڅې کېږي
فعالان: خوست او پکتیا ته د حقاني شبکې د لېږد هڅې کېږي

د لویې پکتیا مدني ټولنو او د ولایتي شورا ځينو غړو هم اندیښنه ښودلې چې حقاني ډله د جاني‎خېلو ولسوالۍ له نیولو وروسته غواړي په پکتیا او خوست کې دایمي اډې جوړې کړي.

د لويې پکتیا د جرګې په نوم د دې بنسټ غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حقاني ډله د پاکستان د استخباراتو په مرسته پکتیا او خوست ته د خپلو مرکزونو د لېږد په لټه کې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې د پکتیا سرحدي ولسوالۍ جاني‎خېل د مخالفینو لاس ته غورځېدلی او افغان دولت یې د بیا نیولو په لټه کې دی.

له دې وړاندې هلمند، کندز، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ځينو ولسوالیو د سقوط او په ننګرهار کې د داعش ډلې د پراخو فعالیتونو راپورونه خپاره شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، د دغو ډلو تر شا د استخباراتي ملاتړ تر څنګ د پاکستان د ځينو ګوندونو ملاتړ د اندیښنې وړ دی.

دی وايي:

"بدبختانه د دوی تر شا ځیني تروریستي کړۍ همدارنګه پاکستاني ځيني افراطي او تُندلاري ګوندونه، ځيني عربي تروریستان او د منځنی اسیا تروریستي ګروپونه ولاړ دي چې دوی وکولای شي افغانستان ته ګواښونه ایجاد کړي."

رادمنش وايي، د دغو ډلو تر شا د استخباراتي ملاتړ تر څنګ د پاکستان د ځينو ګوندونو ملاتړ د اندیښنې وړ دی.
رادمنش وايي، د دغو ډلو تر شا د استخباراتي ملاتړ تر څنګ د پاکستان د ځينو ګوندونو ملاتړ د اندیښنې وړ دی.

په دې وروستیو کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نښتو او جګړو زور اخېستی افغان کارپوهان وړاندیز کوي چې د ملي یووالي حکومت دې د مدیریت لپاره اسختباراتي او کشفي ارګانونه پیاوړي کړي.

د چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وايي، دا چریکي جنګونه دي چې نه په کې دښمن د تل پاتې کېدو قوت او نه هم افغان حکومت پر وخت د اقدماتو سمه همغږي لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG