د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

د کندز د جګړې علتونه


واشنګټن پوسټ د کندز د جګړې علتونه په خپله تازه ګڼه کې څیړلي دي. دغې امریکایۍ ورځپاڼې د څېړونکو په وینا د کندز د جګړې د اهمیت په اړه لیکلي دي:

کندز ولایت له څو اړخه د طالبانو لپاره مهم دی، سرحد ته نژدې دی او منځنۍ اسیا ته مهمه لاره ده، غنم او وریژې ډېرې په کې کرل کېږي او د افغانستان په شمال کې د کندز ښار داسې مهم ښار دی چې د طالبانو له اصلي مرکزه چې د افغانستان په جنوب کې دی، لېرې دی.

واشنګټن پوسټ بیا وړاندې لیکي:

په کندز کې د طالبانو جګړو پر حکومت فشار زیات کړی دی، ځکه چې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو له امله د ولسي خلکو اعتراضونه زیات شوي دي.

ورځپاڼه څرګندوي چې پر حکومت هغو پخوانیو جهادي قوماندانو هم انتقادونه زیات کړي دي چې په کندز او شمال ختیځ کې ګڼ وسله وال لري.

واشنګټن پوسټ بیا لیکي:

که څه هم امریکایي پوځیان دې ته لېواله دي چې کندز له دولت مخالفه وسله والو وژغوري خو له دوی سره دا ویره هم ملګرې ده چې تېرکال یې د کندز په ښار کې د جګړې پر مهال د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون بمباري وکړه او د روغتیایي کارکوونکو او ناروغانو په ګډون یې لږ تر لږه ۴۲ ملکیان ووژل.

ورځپاڼه بیا لیکي چې بل لور ته شاوخوا سل اضافي امریکایي پوځیان د دوشنبې په ورځ هلمند ته واستول شول تر څو د لښکرګاه ساتنه وکړي.

بلې امریکایۍ ورځپاڼې ګارډین بیا په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې امریکایي پوځیان له طالبانو سره چې په وروستیو کې یې په هلمند او د افغانستان په شمال کې ځیني سیمې لاندې کړې دي، په جګړه شوي دي.

ګارډین هلمند ته د امریکایي پوځیانو د استولو په اړه لیکي:

داسې ګومان کېږي چې وروسته تر دې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې امریکایي محارب پوځیان له افغانستانه ووتل دا لومړی ځل دی چې د دوی پلیو پوځیانو په جګړه کې برخه اخېستې ده.

ورځپاڼې د هلمند د جګړو په اړه د ایتلافي پوځیانو د ویاند جنرال چارلس کلیفلېنډ په وینا لیکلي دي چې د هلمند جګړې د جګړو د روان موسم تر ټولو سختې دي.

جنرال کلیفلېنډ هلمند ته د استول شویو پوځیانو کره شمېره ورنه کړه او ویې ویل چې شاوخوا سلو ته رسیږي، خو ګارډین ورځپاڼه د هلمند د چارواکو په وینا لیکي چې دغه ولایت ته د نویو امریکایي ځواکونو شمېر شاوخوا یو سل او دیرشو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG