د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

اوسېدونکي: ننګرهار کې نيول شوې سیمې داعشيانو بېرته نیولې دي


افغان ځواکونو هغه ټولې سيمې چې د څه باندې یوې میاشتې په موده کې له داعشيانو نيولې وې او د ولایتي چارواکو په وینا دغو ځواکونو شاتګ کړی، بېرته داعش وسله‎والې ډلې لاندې کړي دي.

د ننګرهار هسکې مېنې، کوټ او اچین ولسواليو اوسېدونکي وايي، شاوخوا یوه میاشت وړاندې افغان ځواکونو په دې سیمو کې د شفق په نامه عمليات پيل کړل چې وروسته همدا عمليات د قهر سېلاب په نوم په نوي بڼه پراخ شول او ډېری سیمې يې له داعشيانو ونيولې.

دوی وايي، افغان امنيتي ځواکونو وړمه شپه په يو دمي ډول له دغو سیمو خپل ځواکونه ووېستل او د دې عملياتو په جریان کې نیول شویو سیمو ته بېرته د داعش وسله‎وال راغلل.

اجمل وايي، داعش وسله‎والو د راتګ سره سم د پخوا په څېر ولسونه په مرګ ګواښلي
اجمل وايي، داعش وسله‎والو د راتګ سره سم د پخوا په څېر ولسونه په مرګ ګواښلي

د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل وايي، داعش وسله‎والو د راتګ سره سم د پخوا په څېر ولسونه په مرګ ګواښلي او هغه څه چې يې لاسته ورغلي له ځانه سره‌يي وړي دي.

اجمل وايي:

"د امنيتي ځواکونو وتلو سره سم داعش بېرته خپلو سیمو ته راغلل او ان له هغې نه ډېر نور هم دېخوا راغلل موږ ته خبر راغی چې تر نری اوبو چې پخوا دا سیمه له طالبانو سره وه هلته لاړل او ان د چپرهار تر پله پورې ورسېدل او په کوټ ولسوالۍ کې له خلکو يې مالونه هم وړي دي."

بل‎خوا د شینوارو قومي مشر ملک عثمان هم وايي، افغان ځواکونو په دې وروستیو عملياتو کې د پام وړ پرمختګ کړی و، خو کله چې له یادو سیمو څخه افغان ځواکونه ووتل داعش وسله‎والو په کې بېرته خپل مرکزونه فعاله کړل.

له یادو سیمو څخه افغان ځواکونه ووتل داعش وسله‎والو په کې بېرته خپل مرکزونه فعاله کړل.
له یادو سیمو څخه افغان ځواکونه ووتل داعش وسله‎والو په کې بېرته خپل مرکزونه فعاله کړل.

ښاغلي عثمان زیاته کړه:

"مخکنیو عملیاتو او د دې عملياتو ډېر فرق وو، دا ډېر مخکې روان وو، خو اوس چې کله ووتل ماته خلکو زنګونه ووهل، داعشيان ډېر مخکې راغلي، د شینوارو په ساحو کې او هم په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله‎والو بېرته خپل پخواني مرکزونه فعاله کړي دي."

د ننګرهار ولایتي اداره هم دا مني چې افغان ځواکونو نیول شوې سیمې بېرته خوشې کړي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ويلي له یادو سیمو څخه د افغان ځواکونو راوتل د امنيتي مسؤلینو تکتيکي عمل دی.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:

"د دې عملياتو موده اوږدمهالې ده ولې په اساسي ډول ده اوسني وضعیت کې ممکن امنيتي ځواکونو تکتيکي عمل غوره کړی وي چې ځواکونه له یادو سیمو ووتل اما دا په دې معنی نه‌ده چې په هسکې مېنې، کوټ او اچین ولسواليو کې دې د قهر سېلاب عمليات ناکامه شوي وي دا عملیات اوس هم روان دي."

له یادو سیمو څخه د افغان ځواکونو راوتل د امنيتي مسؤلینو تکتيکي عمل دی.
له یادو سیمو څخه د افغان ځواکونو راوتل د امنيتي مسؤلینو تکتيکي عمل دی.

نوموړی وايي، د داعش پر ضد د افغان ځواکونو عمليات لاهم دوام لري او دا چې یادو سیمو ته بېرته د داعش وسله‎وال راغلي دا به د وسله‎والو په زیان تمام شي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي:

"د کومو سیمو په اړه چې معلومات شریک شوي دي چې داعش وسله‎والو ورته راتګ پيل کړی اما دا د وسله‌والو په زیان دی او زموږ امنيتي ځواکونه به د داعشيانو د مخته تګ مخه ونيسي او دوی به له‌منځه یوسي."

افغان ځواکونه که له یادو سیمو څخه خپل شاتګ تکتيکي عمل بولي ولې بل‎خوا دې کار د سیمې د خلکو زړه ورمات کړی.

د یادو سیمو خلک وايي، دا ځل د ولسونو هیلې راژوندۍ شوې وې او هوډ يې درلود چې د دې عملیاتو تر بشپړېدو وروسته به خپلو بانډو ته ستنېږي خو په وینا يې د افغان ځواکونو تکتيکي شاتګ سره د خلکو طمعې لنډې شوې.

د کتوونکو په اند پر دغو عملياتو له یوې خوا پرېمانه مصارف کېږي، افغان سرتېري قرباني ورکوي او له بلې‌خوا پر حکومت د ولسونو باور هم له‌منځه ځي.

د ویلو ده چې دا عملیات وروسته له هغه پيل شوي وو چې افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني ختيځې سیمې ته د خپل سفر پر مهال ختیځوالو سره ژمنه کړې وه چې د څو اوونیو په موده کې به د داعش وسله‎والو ټغر ورټول کړي اما سیمه‌يیز خلک بيا وايي، د دې ټغر څنډې نورې هم پراخه شوې.

ننګرهار: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG