د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

کونړ چارواکي: داعش ته به د ننګرهار په څېر ځواب ورکړو


په کونړ کې امنیتي مسؤلین وایي، په ولایت کې يې د داعش وسله والې ډلې نظامي فعالیتونه نه دي ترسترګو شوي او که هرځای کې راښکاره شي دوی به ورته د ننګرهار ولایت په څېر ځواب ورکړي.

د کونړ امنيې قومندانۍ مرستیال سید مقصود پاچا ازادي راډیو ته وویل تر اوسه يې په کونړ کې د داعش وسله والې ډلې، د نظامي فعالیتونو په اړه کوم راپورنه دی تر لاسه کړی.

ښاغلي پاچا زیاته کړه:

"موږ خو د خپلو څار ګرو ادارو سره په تماس کې یو، تر اوسه موږ ته داسې کوم معلومات نه دي راکړل شوي چې داعشیانو دې د کونړپه کومه ساحه کې فعالیت شروع کړی وي. شایعات شته چې دوی غواړي کونړته راشي او یا هم راغلي دي خو دوی کومې نښې نښانې نه دي لیدلي."

هغه وايي، یو وخت ورته داسې راپورونه ور رسېدلي و چې د ننګرهار له لعلپورې او ګوشتې ولسوالۍ د داعشیانو یو شمېر غړي د خپلو کورنیو سره یوځای د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ شونکړۍ سیمې ته راغلي.

د امنيې قومندانۍ مرستیال وايي، که هرځای کې د داعش په ګډون هره وسله واله مخالفه ډله سر راپورته کړي، دوی به يې د ننګرهار په څېر وځپي:

"که چېرته موږ په دې پوه شو چې د داعش وسله والې ډلې د دې ولایت په کومه سیمه کې فعالیت شروع کړی دی، نو دلته پراته افغان ځواکونه به ورته په پوره همغږۍ ځواب او ماتې ورکړي."

څو ورځې وړاندې په کونړ کې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم په یوه غونډه کې پریکړه وکړه چې نور به وسله والو ډلو ته په خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

په کونړ کې امنیتي مسؤلین په داسې حال کې یادې خبرې کوي چې تېره ورځ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان وویل چې داعش یا د اسلامي دولت ډلې په ننګرهار کې سخته ماتې خوړلي او اوس د ځان ساتنې لپاره يې کونړ ته مخه کړې ده.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG