د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

چارواکي: د خراسان لپاره د داعش مشر ننګرهار کې وژل شوی


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر حافظ محمد سعید په ننګرهار کې وژل شوی دی.

د سعید د وژل کېدو خبر د دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې د ۲۰۱ نمبر سیلاب قول اردو قومندان جنرال زمان وزیري ورکړ.

هغه د دې ولایت په اچېن ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل چې د خراسان په نامه د داعش د ډلې مشر حافظ محمد سعید د داعش د هغو ۳۰ وسله والو په ډله کې دی چې په اچېن ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په دې اړه مو چې ایا سعید په رښتیا وژل شوی، تېر ماښام ناوخته د دفاع وزارت له ویاند جنرال دولت وزیري سره خبرې وکړي.

جنرال دولت وزیري
جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د راپورونو له مخې قومندان د ۲۰۱ سیلاب قول اردو اعلان کړی چې هغه وژل شوی دی. اسناد یې هم ښودلي دي. خو د دفاع وزارت موضع داسې ده چې موږ په دې هکله پلټنه کوو او له پلټنې وروسته به خپله موضع اعلان کړو."

د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، په افغانستان کې د هرې تروریستي ډلې په وړاندې بریا د دې ښکارندویي کوي چې افغان امنیتي ځواکونه د ترورېزم په وړاندې روانه جګړه کې برلاسي دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"که هره تروریستي ډله په افغانستان کې ځپل کېږي یا یې مشر وژل کېږي، دا د مخالفینو په کمزورۍ باندې ډېر دلالت کوي او زموږ پر وړتیا او غښتلتیا تاثیر کوي. نو معني دا ده چې که چېرې هغه وژل شوی وي، دا زموږ لپاره ښه خبر دی."

د راپورونو له مخې د داعش ډله چې ننګرهار یې قوي مرکز بلل کېږي په دې وروستیو کې د دې ولایت په اچېن او کوټ ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې چې د نړیوالو ځواکونو له ملاتړه هم برخمن و، سخته ځپل شوې ده.

داعش ډله چې ننګرهار یې قوي مرکز بلل کېږي
داعش ډله چې ننګرهار یې قوي مرکز بلل کېږي

حافظ محمد سعید چې د پاکستان په قبایلي اورکزو قوم پورې تړلي او د پاکستان د تحریک طالبان ډلې غړی و، د افغانستان په ختیځ کې د داعش د حضورله څرګندېدو سره له دې ډلې سره یوځای شو او د خراسان د سیمي لپاره یې ځان د داعش مشر وباله.

د هغه د وژل کېدو خبر مخکې هم څو ځلي ورکړل شوی چې بېرته رد شوی و.

تر اوسه نه داعش ډلې د دغې ادعا په اړه څه ویلي او نه هم نورو خپلواکو منابعو هغه تایید کړې ده.

XS
SM
MD
LG