د لاسرسي لېنکونه

د بغلان ولايت چارواکي وايي، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې له وسله‌والو طالبانو څخه د کوکچنار امنیتي بېز نیولی دی.

طالبانو دا سیمه تېره اوونۍ نیولې وه.

د شاهین قول اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال عبدالغفار د جګړې له سیمې څخه په یوه ټیلیفوني تماس کې ازادي راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې وسله‌والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي خو افغان ځواکونه د دې سیمې په نیولو بې‌تلفاتو بریالي شوي دي.

جنرال غفار زیاته کړه چې په دې سیمه کې عملیات پای ته رسېدلي خو په نورو سیمو کې دوام لري.

ښاغلی غفار زیاتوي:

"له پوځي پلوه دا ډېر بریالي عملیات وو چې موږ له تلفاتو پرته هدف ته ورسېدو او دښمن ته مو زیات تلفات واړول. په کوکچنار سیمه کې عملیات ختم شوي دي خو په نورو سیمو کې به د خلکو د امنیت لپاره د یوې یا دوو ورځو په مخه عملیات ترسره کړو."

جنرال غفار همداراز وویل چې وسله‌وال طالبان دا مهال د مرکزي بغلان له هغو سیمو په وتلو دي چې مخکې یې نیولې وې.

XS
SM
MD
LG