د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

فعالان: خوست او پکتیا ته د حقاني شبکې د لېږد هڅې کېږي


د پکتیا د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان وايي، دښمنان هڅه کوي چې د سیمې د استخباراتي کړیو په مرسته د حقاني شبکې مرکزونه پکتیا او خوست ته انتقال کړي.

په کابل کې د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو یو شمېر مدني فعالان او د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، وسله‎وال مخالفین هڅه کوي چې د خپلو بریدونو په زیاتولو له پولې اخوا د ترورېستي ډلو مرکزونه دغو سیمو ته انتقال کړي.

دوی چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال د لویې پکتیا امنیتي وضعیت په اړه له رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د وسله‎والو له لوري د جاني‎خېلو ولسوالۍ نیول هم د پولې دې غاړې ته د ترورېستي مرکزونو د لېږد یوه هڅه ده.

په کابل کې د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو یو شمېر مدني فعالان
په کابل کې د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو یو شمېر مدني فعالان

د پکتیا ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل او مدني فعال حمدالله همدرد وايي:

"په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې پاکستاني پوځیان د طالبانو رهبري کوي چې د هغوی لوړ پوځیان هلته ووژل شول، د جاني‎خېلو ولسوالۍ جغرافیوي موقعیت ته په کتو د حقاني شبکې مرکزونه همدغه سیمې ته انتقالېږي."

"دښمن پلان لري د منطقې د استخباراتو په مشوره د خوست ولایت موسی‌خېلو ولسوالۍ کې چې له جاني‎خېلو سره پراخ ګډ سرحد لري دایمي اډې جوړې کړي، موږ له دولت او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غواړو چې دلته د دوهم وزیرستان د جوړېدو په کلکه مخه ونیسي."

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، د هلمند او کندز په څېر چې وسله‎والو غوښتل هلته هم مرکزونه جوړ کړي او یا له پولې اخوا د ترورېستي ډلو مرکزونه ورته انتقال کړي په پکتیا او خوست کې به‌یې هم مخه ونیسي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي:

"د افغانستان وسله‎وال پوځ په هېڅ ډول هېڅ ترورېستي ډلې ته اجازه نه‌ورکوي چې په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي، نو که وسله‎وال مخالفین وغواړي چې په جاني‎خېلو کې مرکزونه ولري دا ارمان دې ګور ته یوسي."

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې هم د دوشنبې ورځې ګڼې په یوه مطلب کې کښلي چې طالبانو د جاني‎خېلو د سرحدي ولسوالۍ په نیولو د جګړې نوې جبهه پرانیسته.

نیویارک ټایمز د پکتیا د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله ویلي وو چې پر جاني‎خېلو برید د حقاني شبکې کار دی او اوس دغه ډله هڅه کوي چې د څمکنیو او پټان ولسوالۍ په نیولو سره ځانونه دلته ځای پر ځای کړي.

له دې ټولو سره-سره د افغانستان دفاع وزارت وايي چې حالات د دوی تر مدیریت لاندې دي او د همدغو اندېښنو په ځواب کې یې په لسو ولایتونو کې ۱۴ تهاجمي عملیات پیل کړي چې خاص کومنډویان هم په‎کې برخه لري.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زه تاسو ته ویلای شم چې په افغانستان کې د دښمن پر ضد پوره هلې ځلې او عملیات روان دي انشاالله ډېر ژر به دوی د پوره ماتې سره مخامخ شي."

د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي

د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي چې په خپل ولایت کې د دې ته ورته جګړو شاهد دی بیا د افغان ځواکونو له‎خوا د جګړې په ښه مدیریت کولو ټینګار کوي.

دی وايي، که څه هم افغان ځواکونه د وسله‎والو پر ضد جګړه کوي خو مؤثریت به‌یې هلته ډېر وي چې سم مدیرت‌یې وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG