د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۳۸

نیویارک ټایمز: طالبان د جاني‎خېلو په نیولو سره نوې جبهه پرانېزي


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې، طالبان د یوې سرحدې ولسوالۍ په لاندې کولو سره د ځان لپاره نوې جبهه پرانېزي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې د پکتیا د جاني‎خېلو پر ولسوالۍ تمرکز کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې پر دغې ولسوالۍ د تیرې جمعې د ورځې حمله د حقاني شبکې وسله‎والو کړې وه.

د ورځپاڼې په وینا دغې شبکې چې مرکز یې په پاکستان کې دی تر اوسه یې پر ښاري سیمو بریدونه کړي دي.

چارواکي وایي، اوس دغه شبکه هڅه کوي چې په افغانستان کې دننه د ځان لپاره مرکزونه پرانېزي.

د جاني‎خېلو ولسوال عبدالرحمن زرمتي وویل، ځواکونه یې نهه ورځې محاصره و او د تېرې جمعې تر ورځې یې مقاومت کاوه خو کله یې چې مرمۍ او مهمات خلاص شول او نوي ځواکونه هم ور ونه رسېدل، د ولسوالۍ له ودانۍ ووتل.

هغه چې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ټیلیفوني مرکه کې څرګندونې کولې وویل، ۲۷ سړي یې په اول سر کې ووژل شول او یو شمېر نور هم ټپیان شول او وروسته چې کله یې سرتېري پاخه سړک ته سیخ کړل پرې یو ماین وچاودېد چې یو زیات شمېر نور په‎کې ووژل شول.

د هغه په وینا په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې د ده نوي سرتېرو د طالبانو د ۱۲۰۰ کسیز ځواک په وړاندې جګړه کوله چې بالاخره طالبانو دغه ولسوالۍ د تیرې جمعې د ورځې په وروستیو کې ونیوله.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې طالبانو په لسګونو موټر او وسلې نیولي دي.

د پکتیا د ولایتي ادارې چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې له جاني‎خېلو وروسته وسله‎والو مخالفینو څمکنیو او پټان ولسوالیو ته پام اړولی او د هغو په نیولو سره غواړي چې د حقاني شبکې لپاره د افغانسان دننه د فعالیت یوه ساحه رامنځته کړي.

ګارډین:

بریتانوي ګارډین ورځپاڼه په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د وروستۍ حملې په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

د دې پوهنتون محصلین چې له حملې روغ پاتې شوي، نه غواړي د خپلې راتلونکې د جوړولو له خیاله لاس واخلي.

ګارډين لیکي:

کله چې د تیرې چهارشنبې په ورځ پر امریکایي پوهنتون حمله وشوه ډېر محصلین په زده کړو بوخت وو، یوه هم نرګس محمدي وه چې په دې پوهنتون کې یې نوی دوهم سمستر پیل کړی و.

د ورځپاڼې په وینا هغې پر داسې یوې لارې پل ایښې و چې نورې لکه د هغې د غزني د لېرې پرتې سیمې ډیرې نجونې ورته لاس رسۍ نه لري.

ګارډين وړاندې لیکي:

محمدي چې د ځان ژغورولو د هڅو په ترڅ کې ټپي شوې وایي، پلار یې د مور له مخالفت سره-سره دا لوړو زده کړو ته ډېره هڅولې ده چې په راتلونکې کې د کالیو د فیشن ډېزاینره شي او خپله یوه فابریکه خلاصه کړي او نورې ښځې په کارونو وګماري.

د ګارډین په لیکنه امریکایي پوهنتون چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاری یوه ښه بېلګه ده، د دې هېواد د سترې پانګې یعنې ځوانانو پام یې ځانته راجلب کړی چې دوی خپله راتلونکې دلته جوړه کړي.

د ورځپاڼې په وینا د وسله‎والو له لوري له ګواښونو او جګړو سره-سره د دې پوهنتون نیمایي محصلین نجونې دي.

د دې پوهنتون یوه بل محصل ۳۱ کلن رحمت الله امیري چې د هلمند اوسیدونکې دی او یوه ټولګیوال یې په مخ کې ساه ورکړې، ګارډین ته ویلي، سړی باید خطرونه په ځان ومني.

XS
SM
MD
LG