د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

هېواد: د جاني‎خېلو لاندې کول د پاکستان ناوړه هدف و


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ISI له‎خوا خوست او پکتیا ته د حقاني شبکې د مرکز د را انتقالولو د هدف په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د پکتیا ځینو استازو خبرداری ورکړی چې حقاني شبکه غواړي د دغه ولایت په جاني‎خېلو او د خوست په موسی خېلو ولسوالیو کې مرکزونه جوړ کړي.

په مطلب کې د پکتیا د ولایتي شورا د غړي تاج محمد منګل په حواله لیکل شوي، پاکستاني استخبارات هڅه کوي چې یادې ولسوالۍ د حقاني شبکې په مرکزونو او دوهم شمالي وزیرستان بدلې کړي.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي چې دغو استازو د حکومت مشران د ناامنیو په وړاندې په بې غورۍ او د هېواد او خاورې په سر په معاملو کولو تورن کړل.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د جاني‎خېلو لاندې کول د پاکستاني غاصب حکومت ناوړه هدف و، چې ترسره شو.

د سر مقالې لیکوال لیکي، دې هڅې ته ان په نړیواله کچه د رسنیو پام اوښتی دی دا ځکه چې د پاکستان هدف دا ده چې د ډیورند کرښې دې‎خوا د ترهګرې او اورپکې، حقانې شبکې ځالې ځای پرځای او نړۍ ته ځان سپین وښيي.

د سرمقالې لیکونکي په باور، د افغان حکومت ستر مسؤلیت دا دی چې د پاکستان د یرغلونو مخنیوی وکړي، ځکه دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان داشان یرغل کوي بلکې د هېواد په ګڼو سیمو کې یې خپل دې کار ته زور ورکړی دی.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې یوې لیکنې ته اشاره کړې چې په کې راغلي د جاني‎خېلو په سقوط کې د حقاني شبکې نېږدې ۱۲۰۰ وسله‎والو برخه اخېستې وه.

خو د نیویارک ټایمز په خبره ۷۰۰ افغان ځواکونو یې داسې مقابله وکړه چې لار ېې ترې ورکه کړه خوتر اوو ورځو وروسته چې وسلې او مهمات یې خلاص شول تکتیکي په شا تګ یې وکړ.

په مطلب کې وړاندې د نیویارک ټایمز په حواله راغلي چې اوس دا ډله غواړي زرمت او نورو سیمو ته مخه کړي او هلته خپل مرکزونه پرانېزې خو امنیتي ځواکونه به اجازه ورنه‎کړي.

XS
SM
MD
LG