د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

پنټاګون ته نوماند: روسیه د امریکا، اروپا او ناټو لپاره لوی ګواښ دی


د پنتاګون لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر نوماند جیمز ماټیس.
د پنتاګون لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر نوماند جیمز ماټیس.

د امریکا د ملي امنیت د دوو لوړو پستونو لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا نومول شوي مشران، خبرداری ورکوي چې روسیې د امریکا او اروپا د تاسیساتو د ګډوډۍ هڅې کوي.

دوی له مسکو سره د مقابلې لپاره د یوې تهاجمې پوځي او استخباراتي تګلاري ملاتړ وکړ.

د پنتاګون لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر نوماند جیمز ماټیس James Mattis او د استخباراتو د مرکزي ادارې لپاره د نوماند مایک پومپیو «Mike Pompeo» څرګندونې د مسکو په اړه د ډونالډ ټرمپ د هغو سوله ییزو شعارونو سره په تقابل کې وې چې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال یې کول.

دغو دوو نوماندانو چې پرون یې د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې ته په جلا جلا توګه په استماعیه غونډو کې خبرې کولې، روسیه هغه سخت دریځه لوبغاړی وباله چې د دوی په وینا باید په نړیواله سطح د امریکا له سخت مقاومت سره مخامخ شي.

جیمز ماټیس وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو ایتلاف د ماتولو هڅې کوي چې دده په خبره واشنګټن باید د روسیې د دې چلند په مقابل کې ودرېږي.

۶۶ کلن ماټیس وایي، روسیې د یوه ستراتیژیک مخالف موقف غوره کړی دی او زیاتوي چې دی له مسکو سره د همکارۍ مخالف نه دی بلکې متحده ایالات باید د روسیې د کړنو اهدافو ته په غور سره وګوري.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د ګټو په وړاندې عمده ګواښونه څه دي؟ وویل: « زه داسې انګیرم چې عمده ګواښونه له روسیې څخه پیل شي.»

جیمز ماټیس
جیمز ماټیس

ماتیس زیاتوي:

"زه فکر کوم د امریکا متحده ایالات تر دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته له تر ټولو لوی برید سره مخامخ دی او دا د روسیې لخوا، د تروریستي ډلو او له هغه لوری دی چې چین یې په جنوبي بحر کې کوي."

وروسته له هغه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکرایین کریمیا سیمه الحاق کړه او د دغه هېواد په ختیځ کې یې پوځي مداخلې پیل کړې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما سپارښتنه وکړه چې په ختیځې اروپا کې امریکایې سرتېري ځای پرځای کړي څو د سیمې هېوادونو امنیت ډاډمن کړي.

ماتیس په پرونۍ استماعیه غونډه کې په ایستونیا، لیتوانیا او لاتویا کې د امریکا یې سرتېرو د دایمي ځای پرځای کېدو څخه ملاتړ وښود.

بل خوا د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوماند مایک پومپیو د سنا د استخباراتو کمېټې ته په خبرو کې وویل چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، اروپا ګواښي او هېڅ داسې کار یې نه دی کړی چې د اسلامي دولت ډلې د ماتولو په برخه کې مرسته وکړي.

پومپیو داسې مهال د استخباراتو د مرکزي ادارې مشرۍ ته نوماند شوی چې اوس اوس روسیه د امریکا د نومبر د اتمې نېټې په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د کمپیوټرونو د هک کولو له لارې په مداخلې تورنه ده.

د امریکا استخباراتو ارزوني ښیې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د کمپیوټرونو د هک کولو امر کړی وو چې له کبله یې د ټرمپ دیموکراتې سیالې هېلري کلېنټن انتخابات وبایلل.

ډونالډ ټرمپ چې هڅه کوي له مسکو سره اړیکي ښې کړي، د امریکا د استخباراتو دغه ارزونې تر پوښتنې لاندي راوستي دي.

دی وایي ښایې روسیه په دغو انټرنټي غلاوو کې لاس ولري، خو ټینګار کوي چې دغې انټرنټي غلا د انتخاباتو پر نتایجو اغېز نه دی کړی.

چارواکي: روسي استخباراتو د ټرمپ په اړه هم پټ معلومات ترلاسه کړي

پامپیو د استخباراتو ارزونې سره همغږی دی، خو زیاتوي چې ښایي روسیه د امریکا له دغې دده په وینا سیاسي غوغا څخه په خپله ګټه کار واخلي.

د استخباراتو د مرکزي ادارې لپاره د نوماند مایک پومپیو.
د استخباراتو د مرکزي ادارې لپاره د نوماند مایک پومپیو.

نوموړي زیاته کړه:

"زه شک نه لرم کوم بحثونه چې کېږي هغه څه دي چې ولادیمیر پوتین به ورته ګوري او وایې به چې ډېر ښه، دا د هغو اهدافو څخه دی چې ما درلود، د دې لپاره چې د امریکا د سیاسي کړیو تر منځ شکونه خپاره کړې اوپه یو ډول وښیې چې د امریکا ډیموکراسي بیسارې نه ده، دا به د حیرانتیا وړ نه وي چې د روسیې مشرتابه دې کار ته د هغه څه په سترګه ګوري چې کولی شي د دوی له ګټو سره مرسته وکړي."

روسیې په پرله پسې ډول د امریکا په انتخاباتو کې خپله مداخله رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG