د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

افغان حکومت د حقاني شبکې په اړه د مککېن څرګندونې پر ځای بولي


ولسمشرۍ ماڼۍ
ولسمشرۍ ماڼۍ

د افغانستان حکومت په پاکستان کې د حقاني شبکې د موجودیت په اړه د مشهور امریکايي سناتور جان مککېن وروستۍ څرګندونې پرځای بولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي چې دغه مسئله له پخوا واضح وه او افغان حکومت پرې تاکید کړی دی.

امریکايي سناتور جان مککین ویلي چې حقاني شبکه په پاکستان کې ده او په افغانستان کې ورانکاره فعالیتونه کوي.

د افغانستان حکومت وايي چې نړیواله ټولنه باید د حقاني شبکې په ګډون د تروریستي ډلو د لمنځه وړلو لپاره اقدام وکړي.

د ولسمشر د ویاند یوه مرستیال دوا خان مینه پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تروریزم ښه او بد نه لري او باید د دغه پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه وشي.

ښاغلی مینه پال وايي په پاکستان کې د تروریستي ډلو د مرکزونو لمنځه وړل ضروري دي او حکومت تل پر دغې موضوع تاکید کړی.

مینه پال: پاکستان کې د تروریستي ډلو د مرکزونو لمنځه وړل ضروري دي
مینه پال: پاکستان کې د تروریستي ډلو د مرکزونو لمنځه وړل ضروري دي

هغه زیاته کړه:

"د دې لپاره چې سیمه مصئونه او جهاني امنیت خوندي وي پاکستان باید په خپلې خاورې کې د تروریستي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، په دوهم قدم کې له نړیوالې ټولنې غواړو پر هغو هېوادونو چې تروریستان په کې روزل کېږي، مصئونه دي او پر نورو هېوادونو د بریدونو لپار منسجم کیږي فشار راوړي."

دا په داسې حال کې ده چې مطرح امریکايي سناتور جان مککېن د افغانستان په درېځ د تایید ټاپه لګولې او دا یې ویلي چې حقاني شبکه په پاکستان کې ده او په افغانستان کې بریدونه کوي.

جان مککین ویلي چې حقاني شبکه په پاکستان کې فعاله ده
جان مککین ویلي چې حقاني شبکه په پاکستان کې فعاله ده

جان مککین افغانستان او پاکستان ته له سفر وروسته ویلي چې حقاني شبکه په پاکستان کې زیاته فعاله ده او جدي خطر یې رامنځ ته کړی دی.

جان مککین وايي روښانه او قانع کوونکي اطلاعات په ډاګه کوي چې حقاني شبکه په پاکستان کې فعال حضور لري او باید پر وړاندې یې لا ډېر اقدامات وشي.

له دې وړاندې افغان چارواکو په وار وار په پاکستان کې د حقاني شبکې پر موجودیت او په افغانستان کې د دغې شبکې د فعالیت په اړه څرګندونې کړي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه نصرالله ستانکزی وايي چې اوس مهال باید افغان حکومت له فرصت نه په استفادې زیاتې هڅې وکړي چې پر پاکستان فشارونه لا ډېر شي.

ستانکزی: د افغانستان د دولت لپاره لازمه ده چې له دغو فرصتونو اعظمي استفاده وکړي
ستانکزی: د افغانستان د دولت لپاره لازمه ده چې له دغو فرصتونو اعظمي استفاده وکړي

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د دولت لپاره لازمه ده چې له دغو فرصتونو اعظمي استفاده وکړي او هغه اسناد او مدارک چې د پاکستان د مداخلو، تجاوز او د انساني اعمالو ضد یې لري باید دنیا ته ورکړي، له بلې خوا افغان حکومت باید په دغه مبارزه کې له نړۍ سره همغږی شي او په دې برخه کې حرکت وکړي."

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې تروریزم ښه او بد نه لري او پاکستان باید په خپلې خاورې کې د تروریستي ډلو مرکزونه لمنځه یوسي.

ښاغلي غني د وارسا په ناسته کې یو ځل بیا پر خپل دغه دریځ ټینګار وکړ.

د ولسي جرګې غړی نذیز احمدزی وايي چې پاکستان له نړیوالو فشارونو سره مخ دی او د تروریستي ډلو پر وړاندې له رښتینې مبارزه پرته بله چاره نه لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG