د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

افغانستان د تروریزم په اړه د پاکستان د دریځ هرکلی وکړ


د افغانستان پوځ د پاکستان د لوی درستیز دورستیو څرګندونو په اړه چې ویلي دي افغانستان ته د جنګیالو د اوښتو مخه به ونیسي هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې که د پاکستان پوځيان دا خبره په جدي توګه پلي کړي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ به د ډاډ او باور فضا رامینځ ته شي.

د افغانستان پوځ د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د وروستیو څرګندونو په اړه چې ويل یې دوی به افغانستان ته د جنګیالو د ورتګ مخه ونیسي محتاط هرکلی وکړ.

د افغانستان د اردو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد نن آزادي راډیو ته وویل که چېرې د پاکستان پوځ وغواړي افغانستان ته د جنګیالو د اوښتو مخه په آساني نیولی سي او دوی د پاکستان د پوځیانو د عملي اقداماتو په تمه دي.

مراد: موږد پاکستان د پوځیانو د عملي اقداماتو په تمه یو
مراد: موږد پاکستان د پوځیانو د عملي اقداماتو په تمه یو

هغه زیاته کړه:

"زه ویلی سم چې اوس هم وخت سته او یو ډېر طلایي فرصت دی چې ښاغلی راحیل شریف د پاکستان لوی درستیز کولی شي د خپلې دغې پرېکړې په هکله جدي لارښوونې وکړي او خپل قاطعیت څرګند کړي."

د پاکستان د پوځ لوی درستیز افغانستان ته د جنګیالو د اوښتو د مخنیوي خبره اسلام آباد ته د امریکايي سناتورانو له لیدنې وروسته کوي.

د جان مککین په مشرۍ امریکايي سناتورانو څو ورځې مخکې د پاکستان لیدنه وکړه او د دغه هېواد له چارواکو يې وغوښتل چې افغانستان ته جنګیالو د اوښتو مخه ونیسي او په ځانګړي توګه د حقاني شبکې خلاف اقدامات وکړي.

د جان مککین په مشرۍ امریکايي سناتورانو څو ورځې مخکې د پاکستان لیدنه وکړه
د جان مککین په مشرۍ امریکايي سناتورانو څو ورځې مخکې د پاکستان لیدنه وکړه

جنرال مراد علي مراد د افغانستان د ځمکنیو ځواکونو قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پاکستاني پوځیان پخپله دې قناعت ته رسېدلي چې افغانستان ته د جنګیالو د ورتګ مخه ونیسي او که د فشارونو په نتیجه کې دا خبره کوي وویل دواړه لوري خپلې اغېزې لري.

هغه زیاته کړه چې هم د پاکستان پوځ دې قناعت ته رسېدلی چې افغانستان ته د تروریستانو د ورتګ مخه باید ونیسي اوهم سیاسي فشارونو نتیجه ورکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه سیاسي فشار هم چې اوس یې دوی منزوی کړي دي او په دوی یې تاثیر کړی خپلې اغېزې لري، زه دواړه خبرې تاییدوم."

جنرال مراد زیاته کړه چې تروریزم او ترهه ګري د پاکستان ولس ته هم زیات تاوانونه رسولي دي.

روانه اوونۍ د جان مککین په مشرۍ د امریکا د سناتورانو څلور کیسزې ډلې د پاکستاناو افغانستان لیدنه وکړه.

دوی پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه ته هم تللي وو.

XS
SM
MD
LG