د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

ریویو :له افغانستان سره درېدل ستراتیژیک انتخاب دی


د ناټو پخوانی لوړرتبه افغان سلاکار محمد شفیق همدم ناټو ریویو مجلې ته یوه مقاله لیکلې چې عنوان يې دی،له افغانستان سره درېدل ستراتیژیک انتخاب دی.

په مقاله کې راغلي، افغان امنیتي ځواکونه له سترو ستونزو سره مخامخ دي.

د لیکوال په اند افغان ځواکونه د دولت له وسله والو مخالفانو سره چې ښه تجهیز دي او د نړیوالو تروریستانو چې له ګاونډیانو هېوادونو راځي له ملاتړ هم برخمن دي، په جګړه بوخت دي.

مقاله وايې افغان سرتېري د جګړې په لومړی کرښه کې له حقاني شبکې، القاعده او د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش سره مخامخ دي.

د ناټو دا پخوانی سلاکار د ولسمشر غني دا خبره تکراروي چې وايي افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راپدیخوا له پاکستان سره په یوې نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی.

د مطلب لیکوال زیاتوي، دا ګمان هم کېږي چې افغانستان دا مهال د پاکستان او هند ترمنځ د سیالۍ او نیابتي جګړې ډګر ګرځېدلی دی.

د ناټو لپاره پخوانی افغان سلاکار ښاغلی همدم د خپلې لیکنې په پای کې وايي دا مهمه ده چې نړیوال له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، د افغان امنیتي ځواکونو ظرقیتونه لوړ کړي څو دا ځواکونه وتوانېږي په یوازې سر د خپل هېواد د امنیت ساتلو جوګه شي.

ډونګا ا ایلیبو:

د جنوبي کوریا د "ډونګا ا ایلیبو" انګلیسي ژبې ورځپاڼې په دې هېواد کې د افغانستان د سرو زرو د لرغونو اثارو د نندارتون په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپانې د دې نندارتون په اړه چې د طلا تپې د اثارو په نامه یاد شوې لیکلي،

د جنوبي کوریا ملي موزیم د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ۲۳۱ طلايې لرغونو اثارو ځانګړی نندارتون پرانست.

ډونګا ا ایلیبو کوریايي ورځپاڼه لیکي، افغانستان چې له ختیځ څخه له چین په لویدیځ کې له غرب او د جنوب له لورې له هند سره نښلیږي، دپخوانیو تمدونونو د تبادلې د مرکز بڼه لري.

د مقالې لیکوال وايي د جنوبي کوریا په ملي موزیم کې د افغانستان د طلاپتي اثارو نندارتون د تمدنونو د همدغې تبادلې ښکارندویه دی.

په دې نندارتون کې د کاپیسا طلايې اثار چې د کوشانیانو په دور کې پایتخت و ،هم نندارې ته ایښودل شوي دي.

د افغانستان د لرغونو طلايې اثارو لومړنی نندارتون په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په پاریس کې جوړ شو.

د ورځپانې په وینا تر اوسه د نړۍ په یوولسو هیوادونو کې د افغانستان طلايې اثار نندارې وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د طلايې اثارو دا نندارتون د جنوبي کوریا په مختلفو موزیمونو کې د راتلونکې نومبر میاشت تر ۲۷ نیټې پورې نندارې ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG