د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

پاکستان قبایلي سیمو کې د ترهګرو د مرکزونو په اړه تورونه رد‌ کړل


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه تورونه رد کړي چې وايي، لا هم افغان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې د ترهګرو مرکزونه موجود دي، چې له هغه له ځایه په افغانستان کې دننه بریدونه پلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغان حکومت د هغه تور ملاتړ کړی و چې وايي، لا هم د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو مرکزونه موجود دي.

مظاهره‌چیان: کابل کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي

خو د پاکستان د بهرنیو چازو وزارت د جمعې په ورځ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې:

"پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړي چې د امریکا په ګډون اروپايي اتحاديې او نورې نړۍ منلي او هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قبایلي سیمو کې د ترهګرو د مرکزونو په اړه د افغانستان د ادعا ملاتړ تر هغې وروسته وکړ چې وسله والو تېره اوونۍ ددې هېواد په پلازمېنې کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې ترهګریز بریدونه وکړل چې ګڼ شمېر کسان یې مړه او ټپیان کړل.

روغتیا وزارت: کابل کې وروستیو خونړیو حملو ۳۷ تنه وژلي

چارواکي: لښکرګاه کې د ځانمرګي برید له امله ۷ تنه وژل شوي

په دغه خونړیو بریدونو کې یو هم د کندهار د والي پر مېلمستون برید و چې په افغانستان کې د عرب اماراتو د سفارت د پینځو ډیپلوماټانو او د مرستیال والي په ګډون یې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل او د دې ولایت د والي او د عرب اماراتو د سفیر په ګډون یې ګڼ شمېر کسان ټپیان کړل.

تر دغه برید وروسته د کندهار د امنیه قوماندان تور ولګاوه چې دغه برید حقاني شبکې د افغانستان له پولو بهر تنظیم کړی و.

عبدالرازق: د کندهار حمله حقاني او "ISI" په ګډه پلان کړې وه

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی او ټینګار کوي چې ددغه هېواد سوله او ثبات د ټولې سیمې، په څانګړې توګه د پاکستان لپاره مهم دی.

دغه وزارت همداشان ادعا کړې چې ځینې بهرني قوتونه د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي او زیاتوي چې په دې لړ کې د هندوستان او افغانستان د استخباراتو ګډ جوړ د اندېښنې وړ دی.

خبرپاڼه کاږي، په افغانستان کې بې ثباتۍ القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان، تحریک طالبان افغانستان، حقاني شبکې، جماعت احرار او نورو وسله والو ډلو ته د پښو ایښودو موقع ورکړې او ټینګار کوي چې د دې هېواد د خراب امنیتي وضعیت مسؤلیت باید پر نورو وانه چول شوي.

د افغانستان او پاکستان حکومتونو یو ځل بیا په داسې وخت کې پر یو بل تورونه لګولي چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد او کابل اړیکي پر یو بل د تورونو لګولو له امله یو څه ترینګلي شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG