د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

سرخط: د عرب ډیپلوماټانو په قتل به څوک ونیول شي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ په کندهار کې د ورستي برید په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکل، یوې امنیتي سرچینې کابل نیوز ته ویلي، په کندهار کې د ترسره شوي برید طراح مولوي ولي الله او پلي کوونکی یې مولوي احمد کندهاری دی چې چمن ښار ته نېږدې په رحمان کهول سیمه کې مدرسې لري او د کابل، کندهار او هلمند درې واړه بریدونه په همدې مدرسو کې د دوی درېوو ګرپونو پلان کړي و.

په مطلب کې د سرچینې په حواله راغلي، د کابل برید د حقاني شبکې بدري ګروپ، د لښکر ګاه برید عرب ګروپ او د کندهار برید د طالبانو چریکي ګروپ کړی دی.

په مطلب کې د سرچینې په حواله دا هم ویل شوي چې په کندهار کې د برید هدف د کندهار ولایت د نظامي شورا له منځه وړل و.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د کندهار د پېښې تر شا د پاکستان د «ای. اس. ای» لاسونه دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، هندوستان په افغانستان کې بشري او بنسټیزو پروژو ته پراختیا ورکړې، دا چې پاکستان دا نشي زغملای او پرې د عربي شیخانو هغه مرستې بندې شوي چې دوی به پرې ترهګر روزل نو ځکه د پاکستان څارګرې ادارې ای اېس ای دغه بریدونه د خپلو خفیه اجنټانو پر مټ ترسره کړل.

د سر مقالې لیکوال لیکي، حکومت یې باید په وړاندې چوپ پاتې نشي او له هرې لارې چې وي مخنیوی یې وکړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د کندهار په برید کې د عرب ډیپلوماتانو د وژنې په تړاو په یو مطلب کې لیکلي، د عرب ډیپلوماتانو په قتل به څوک ونیول شي؟

په مطلب کې وړاندې په دې اړه راغلي، عربان جرأت کوي چــې جنــوب ته ولاړ شي،

ایران د دوی پر وړاندې د پټو اقداماتو تاکتیک ته لاس اچولی دی، پاکستان بیا له یو بل دلیله د دې برید مسؤل ګڼل کېدای شي، که څه هم پاکستان د عربو دښمني ته کله هم زړه نه شي ښه کولای اما له کله چې د عربي یونین روابط له افغانستان سره مستقیم شوي او پاکستان له منځه وتلی، دا وضعیت پاکستان ته د زغم وړ نه دی او ځان تجرید احساسوي.

د مطلب لیکوال لیکلي، عربان د کندهار په پېښه کې د خپلو وژل شویو ډیپلوماټانو لپاره پخپله تحقیقات کوي، شاید دا تحقیقات د تصور خلاف نتایج ولري او شاید دا د عربو ایران او پاکستان تر منځ یو نوی تقابل وي، خو په دې تمه چې دا جګړه بیا د بړبوکۍ په ډول په افغانستان کې را و نه څرخي.

XS
SM
MD
LG