د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

امنیت شورا: د کندهار ولایت مقام پر مېلمستون حمله طالبانو کړې


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د حکومتي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې د کندهار حمله د کابل له وروستیو حملو سره تړاو لري او دا چاودنه هم د وسله‎والو طالبانو له‎خوا شوې ده.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ کابل ته د حکومتي پلاوي تر راستنېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل، طالبانو هڅه کړې چې په دې حملې سره د افغان حکومت او اسلامي هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ

غورځنګ زیاته کړه:

"هغه څه چې لومړنۍ څېړنې ښيي دا دي چې دا د افغانانو او افغان دولت د دښمنانو د هڅو سلسله ده، دا د طالبانو کار و چې غواړي د افغان ملت او دولت اړیکې له مسلمانو هېوادونو سره خرابې کړي، خو دوی به په دې هڅو کې بریالي نه‌شي."

ښاغلی غورځنګ وايي چې طالبانو په دې حمله کې له داسې چاودېدونکو موادو څخه استفاده کړې چې مخکې په افغانستان کې نه‎دي استعمال شوي او وايي چې تخنیکي ټيم به په دې اړه لا معلومات راټول کړي.

هغه وايي چې کندهار ته د تللي پلاوي نتیجي ډېر ژر له جمهوري ریاست سره هم شریکېږي.

د کندهار ولایت په مېلمستون تر حملې وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی د دغې پېښې د لاڅېړلو لپاره کندهار ولایت ته لېږلی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی د دغې پېښې د لاڅېړلو لپاره کندهار ولایت ته لېږلی و.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی د دغې پېښې د لاڅېړلو لپاره کندهار ولایت ته لېږلی و.

ښاغلي اتمر په کندهار ولایت کې خبري غونډې ته ویلي، شواهد ښيي دا حمله د افغانستان د بهرنیو دښمنانو له‌خوا پلان شوې ده.

که څه هم هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم نه‎دی اخیستی خو د کندهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرازق بیا ویلي چې دا چاودنه حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو په مرسته کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سې شنبې ورځې په دې حمله کې د کندهار د والي مرستیال او د متحده عربي اماراتو د پنځه ډیپلوماتانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او د لوړپوړو چارواکو په شمول ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوهم ځل لپاره بیا په دغې حمله کې د طالبانو لاس لرل رد کړي او دا ډول څرګندونې یې د طالبانو پر وړاندې تبلیغات بللي دي.

خو د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې طالبانو د عربي هېوادونو په وړاندې د اصلي څېرې د نه‌ښکاره کېدو له امله له مسؤلیت اخیستلو ډډه کړې ده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د کندهار پر میلمستون شوې برید د کوټې شورا له لوري طرح شوې وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي ویلي چې د دغه حملې هدف د کندهار امنیتي شورا وه.

یوې بلې سرچینې ویلي چې وسله والو طالبانو په دغه میلمستون کې دوه چاودنې کړي چې پرله‌پسې وې او دغه یې د طالبانو نوی تکتیک بللې.

دغه سرچینې ویلي چې هلمند، کندهار او کابل کې شوي حملې د مولوي الله له لوري طرح شوې وې او د کندهار حمله د کوټې په شنه باغ سیمه کې د احمد کندهاري په مدرسه کې طرح شوې او د دغه حملې د ترسره کولو لپاره د پاکستان استخباراتو یادې مدرسې ته شل لکه کلدارۍ هم ورکړي.

په ورته وخت کې د چارو څېړونکی حمید عزیزي د کندهار پېښه د روسیې او متحده عربي اماراتو تر منځ د اختلافونو او په مسکو کې د وروستۍ درې اړخیزې غونډې نتیجه بولي.

نوموړی وايي:

"نن د سوریې او یمن جګړو په اړه عربان د روسانو په مخالفه جبهو کې ولاړ دي او فکر کوم چې د روسیې سره د طالبانو نېږدې کېدل نن د دې سبب ګرځي چې هغوی د خپلو پخوانیو متحدینو په وړاندې ودرېږي، دا ځکه چې عربانو ورو-ورو طالبان هېرول نو که څه هم طالبانو مسؤلیت نه‎دی اخیستی خو اټکل دا دی چې دا کار دې د پاکستان د استخاباراتو په مرسته، د مسکو د کنفرانس له نتیجې شوی وي."

ښاغلی عزیزي ادعا کوي چې د دې مسایلو تر څنګ د نظام دننه هم ځيني کسان د بهرنیو هېوادونو د جاسوسانو په توګه کار کوي او د داشان پېښو لپاره له خپلو زمینو اسانه استفاده کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG