د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

عبدالرازق: د کندهار حمله حقاني او "ISI" په ګډه پلان کړې وه


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق​ وايي، د کندهار د تېرې شپې حمله د حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو سره په ګډه پلان کړې وه او غوښتل‌يې چې د امنیتي مجلس پر مهال ټول چارواکي له‌منځه یوسي.

جنرال عبدالرازق چې نن تر غرمې وروسته‌ خبریالانو ته د کندهار د تېرې شپې د چاودنې په اړه معلومات ورکول، وویل چې د چاودنې له امله د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، د کندهار د بهرنيو چارو رئیس شاه احمد سعیدي په امريکا کې افغان ډیپلومات یما قریشي، ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجانی د فارياب سناتور سراج‌الدین سفري او پنځه عرب ډيپلوماتان چې دوه‌يې د پېژندلو نه‌دي په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق​
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق​

رازق وایي، په ۱۸ ټپيانو کې بيا د کندهار والي په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفير، ملي سوداګر هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند چې په دغې مېلمستیا کې ګډون کړی وو شامل دي.

امنیه قوماندان وایي، د ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ نه‌دی.

جنرال رازق وایي، کندهار کې يې د حقاني شبکې له لوري د بريدونو راپور دوه اوونۍ مخکې تر لاسه کړی و.

د رازق په خبره د حقاني شبکې اصلي پلان د کندهار پر امنیتي مجلس حمله وه چې په وینا يې د ټولو مقاماتو له‌منځه وړل او د دغه ولایت سقوط کول وو.

رازق چې خپله هم د چاودنې سیمه کې و، وایي چې د بريد لپاره ممکن د کاریګرو او ساتونکو څخه کار اخیستل شوی وي خو دی وایي چې بريد د پاکستان استخباراتي ادارې «ای، اېس، ای» او حقاني شبکې په ګډه کړی.

نوموړی وايي:

"دا حقاني شبکې د «ای. اس. ای» سره په ګډه پلان جوړ کړی وو موږ مخکې پرې خبر وو په ښار کې مو تدابیر زیات کړي وو."

د پېښې د څېړنې لپاره د هېواد د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ يو پلاوی کندهار ته راغلی خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي، د بريد په تړاو يې د ودانۍ پنځه کارکوونکي نيولي دي چې د تېرو څو میاشتو راهیسې يې په دغې ودانۍ کې ساختماني کارونه کول.

وسله‌والو طالبانو په دغه بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې په داسې يوه خوندي ځای کې دې دا ډول پېښه رامنځته شي، تر دې مخکې هم د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزی، قومي مشر حشمت خلیل کرزی او ډېری نور چارواکي په داسې تکتیکي ډول وژل شوي دي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG