د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

اتمر : هرو مرو به د کندهار د پېښې ریښې معلومې شي


د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر چې کندهار ته د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تللی وايي چې ولسمشر د دې ولایت د سې شنبې پېښې د تحقق لپاره یو قوي تخنیکې ټیم ګومارلی دی.

د ملي امنیت شورا له سلاکار سره په دې سفر کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لوړپوړي چارواکي هم مل دي.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د چهارشنبې په ورځ ناوخته کندهار هوايي ډګر کې د ۲۰۵ اتل قول اردو اړوند د هوايي لوا په ودانۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشر په لارښوونه کندهار ته راغلی څو د دې ولایت د سې شنبې د پېښې د څېړنې بهیر ګړندی کړي.

ښاغلي اتمر دا یوه ډېره غمناکه پېښه وګڼله او ویې‌ویل له نښو نښانو داسې ښکاري چې زموږ پر خلکو او مېلمنو دغه برید د افغانستان د بهرنیو دښمنانو په مرسته تنظیم شوی دی.

نوموړي په څرګنده څوک مشخص نه‎کړل خو زیاته‌يې کړه چې یو څو ورځې نور انتظار په کار دی چې د دغې پېښې څېړنه په علمي او تخنیکې ډول وشي او اصلي کسان معلوم شي.

د ده په خبره، ولسمښر د پېښې د څېړنې لپاره یو قوي تخنیکې ټیم په کار ګومارلی او کار یې پيل شوی.

خو نوموړي وویل، مهمه پوښتنه دا ده چې چاودېدونکي مواد تر دې ځایه څنګه رسېدلي چې د څېړنې په ترڅ کې به ورته جواب پیدا شي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"په هېڅ وجه دا مسئله به زموږ د فکره لیرې نه‌شي ښاغلي ولسمشر هدایت ورکړی چې یو ډېر قوي او مسلکي ټیم به د دې پېښې څېړنه کوي او موږ به هرو مرو که خدای کول دا پیدا کوو چې څوک وو او ریښه‌يې په کوم ځای کې وه."

اتمر د پېښې د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې‌ویل د متحده عربي اماراتو د سفیر او د کندهار د والي په ګډون ټول ټپیان له خطره وتلي او په ښه توګه‌یې درملنه شوې ده.

نوموړی وايي:

"د زخمیانو څخه مو لیدنه وکړه، فضل د خدای ټول هغه ۲۰ کسه زخمیان چې زموږ په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي د خطره راوتلي دي."

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي و چې د پېښې سره په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا نیول شویو کسانو د والي په مېلمستون کې ساختماني کارونه کول چې د ده په وینا ښايي د چاودېدونکو موادو په انتقال کې لاس ولري.

که څه هم وسله‎والو طالبانو دې پېښه کې لاس لرل رد کړي خو امنیه قوماندان وايي چې دا حمله د پاکستان د استخباراتو په مرسته د حقاني شبکې پلان کړې وه.

د کندهار چاودنه کې مرستیال والي، د اماراتو ۵ ډیپلوماتان او ۵ نور وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG