د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د کندهار پر پېښې د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


اکثرو لوېدیځو او عربي ورځپاڼو د کندهار د سې شنبې د چاودنې په اړه تبصرې خپرې کړي دي.

د کندهار پېښه چې د دغه ولایت مرستیال والي، د ملي شورا دوه غړي او د متحده عربي امارات ۵ ډیپلوماټان په کې ووژل شول، د افغانستان تر نورو تروریستي پېښو د رسنیو زیات پام ځان ته اړولی دی.

عبدالعلي شمسي چې په دې چاودنه کې ووژل شو، د کندهار درېم مرستیال والي دی چې وژل کېږي.

تر ده مخکې د ۲۰۱۴ په نوومبر میاشت کې عبدالقیوم پتیال ووژل شو. تر پتیال وړاندې د ۲۰۱۱ میلادي کال د جنورۍ په پای کې عبدالطیف اشنا ووژل شو.

نیویارک ټایمز د کندهار په چاودنه کې چې د ولایت په مېلمستون کې وشوه، د متحده عربي اماراتو د سفیر د ژوبلېدو یادونه کړې او د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له قوله یې ویلي چې د سفیر ټپونه دومره ژور نه دي چې د مرګ خطر ورته پېښ شي.

په دې برید کې د کندهار والي همایون عزیزي هم ټپي شوی دی.

د نیویارک ټایمز په شمول بېلابېلو ورځپاڼو د کابل د دوو پر له پسې انتحاري حملو جزئیات هم خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، دا بریدونه داسې مهال وشول چې مامورین تازه رخصت شوي ول.

ورځپاڼه وايي چې د کابل حملې صرف څو ساعته وروسته له دې وشوې چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې انتحاري حمله وشوه.

واشنګټن پوسټ د کابل بریدونو ته په اشارې وايي، دا انتحاري حملې په پلازمېنه کې له څو اوونۍ ارامۍ وروسته وشوې.

په کابل کې څو اوونۍ په چاودنو کې وقفې هیلې غوړولې وې چې د افغانستان حکومت او طالبان به د سولې خبرې پیل کړي.

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د کابل انتحاري حملې د تېرکال د نوومبر له انتحاري حملې وروسته په دې ښار کې تر ټولو خونړۍ بللې دي.

په نوومبر کې د شیعه ګانو پر یوه جومات انتحاري حملې ۳۰ تنه لمونځ کوونکي وژلي وو او مسؤلیت یې داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې په غاړه اخیستی و.

ګلف نیوز ورځپاڼې په کندهار کې د متحده عربي اماراتو د ۵ ډیپلوماټانو د وژلو په خاطر د دغه هېواد د امیر شیخ خلیفه بن زاید النهیان له لوري د چهارشنبې له ورځې د درې ورځني ماتم د اعلانېدو ترڅنګ د وژل شویو ډیپلوماټانو نومونه خپاره کړي دي.

خلیج ټایمز د متحده عربي اماراتو د مرستیال دولت مشر او صدراعظم او د دوبۍ د واکمن شیخ محمد بن راشید المکتوم له قوله لیکلي چې ترورېزم د بشریت د لوړو ارزښتونو په معنی نه پوهېږي او د ځوان او زوړ ترمنځ توپیر نه کوي.

د تروریستانو بې رحمانه اعمالو هغه کسان په نخښه کړل چې خپل ژوند یې خیریه چارو ته وقف کړی او هیڅکله نړۍ ته د سولې د پیغام په رسولو کې د خپل ژوند له قرباني کولو ډده نه کوي.

XS
SM
MD
LG