د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په هرات ولایت کې د ځینو کسانو د وژنو په تور د دوو ایرانیانو نیولو ته په اشاره وایي چې په افغانستان کې د دې کسانو فعالیت د دې هېواد په چارو کې څرګنده مداخله ده.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وایي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د ملي شخصیتونو او سیاستوالو په وژنه کې لاس لري او حکومتیې باید مخه ونیسي.
د یاد کمېسیون غړي عبدالقادر ځاځي وطندوست د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په هرات ولایت کې، د ځینو کسانو د وژنو په تور د دوو ایراني اتباعو نیولو ته په اشاره وویل چې ایران د ګاونډي هېواد پاکستان په څېر تل د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"بدبختانه ایران د ګاونډي هېواد پاکستان په څېر زموږ یو بل بد ګاونډی دی او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي، یوازې په همدې اړه نه بلکې په نورو داسې مسایلو کې مداخله کوي، حتی کله کله فرهنګي تجاوز هم کوي او په افغانستان کې مداخلې کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت امنیتي چارواکو دوه ایراني اتباع په هغه ولایت کې د ځینو کسانو د وژنو په تور نیولي دي.
د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ د ترورېزم په وړاندې د مبارزې مدیر فضلالرحمن خادم ویلي چې دغه دوه تنهیې د وسلو سره یوځای نیولي دي.
نوموړي د دې تر څنګ پر ایران تور پورې کړ چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له ترورېستانو څخه ملاتړ کوي او په خبرهیې، یو شمېر غیر مسؤله وسلهوال د ایران په خاوره کې پوځي زدهکړې کوي.
یو شمېر وکیلان: ایران د جنوب لوېدیځو ولایتونو نا امنیو کې لاس لري
له بلېخوا په هرات ولایت کې، د ایران قونسلګرۍ د دغو کسانو د نیولو په غبرګون کې ویلي چې ایران تل هڅه کړې څو په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شي.
په عین حال کې یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې حکومت باید دغه موضوعات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډو کې مطرح کړي.
د دغو شنونکو له ډلې اسحاق اتمر ازادي راډیو ته داسې وویل:
"لکه څنګه چې پاکستانیان د افغانستان د سولې او امنیت د خرابولو په برخه کې کار کوي همدا شان ډېر شواهد شته چې ایرانیانو هم تل د افغانستان د ناامنه کېدو په برخه کې خپل هدفونه مخته وړي، نو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي دغه شواهد باید په امنیت شورا کې اړوندو مراجعو ته وړاندې کړي."
ښاغلي اتمر زیاته کړه چې ایران هېڅکله په افغانستان کې د سولې او امنیت د راوستلو لپاره صادقانه کار نهکوي.
وموغوښتل چې په هرات ولایت کې د دوو ایراني اتباعو د نیولو په اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو دې وزارت په دې هکله بېخبري څرګنده کړه.
راپور: سباوون کاکړ