د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

کریسچن ساینس مانیټور: روسیه د افغانستان په جګړه کې نوې پاڼه


ډیپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د داعش د ډلې د بیا راپورته کېدو پر احتمال لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې لیکوال د ازادي راډیو د مشال څانګې ایډیټور دواد خټک دی.

لیکوال د لیکنې په پیل کې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان د ختیځو ولایتونو څو ولسوالیو کې د داعش پر ضد پوځي عملیاتو ته اشاره کوي چې په نتیجه کې دا ډله کمزورې شوې.

خو ورپسې یې هغه موارد یاد کړي چې د لیکوال په باور په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د بیا پیاوړي کېدو سبب کېدای شي.

لیکوال په خپله لیکنه کې په سیمه کې نویو ائتلافونو ته اشاره کوي او په دې ترڅ کې د روسیې او پاکستان ترمنځ چې د شوروي اتحاد پر مهال سخت دښمنان وو د نویو اړیکو پراختیا یادوي.

همدارنګه د طالبانو او ایران ترمنځ وروستۍ تودې اړیکې یادوي، دا دواړه لورې هم هغه مهال چې طالبان پر کابل واکمن و له یو بل سره مخالف لوري وو.

په ډیپلوماټ کې د خپرې شوې لیکنې لیکوال وايي، په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو او د دې هېواد د اوږدې مودې د متحد پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیک تماسونه کم شوي، د امریکا او هندوستان ترمنځ اړیکې غوړېدلې دي.

د لیکنې په باور په افغانستان کې د هند فعال رول بیا د پاکستان لپاره د اندېښنې یوه سرچینه ده.

لیکنه زیاتوي، په داسې حال کې چې امریکا او روسیه په منځني ختیځ او ختیځه اروپا کې خپلو کې په سیالیو بوخت دي، داسې نه ښکاري چې د افغانستان په اړه دې دا دواړه لوی قدرتونه په نږدې راتلونکې کې کوم جوړجاړي ته ورسېږي.

لیکوال وايي، په سیمه کې د اتحادونو بدلون به په افغانستان کې د نویو وسله والو ډلو او جنګسالارانو راپورته کېدو ته لاره هواره کړي چې هر یو به یې له بېلا بېلو بهرنیو ملاتړو مرسته ترلاسه کوي.

په لیکنه کې د طالبانو د بېلا بېلو ډلو ترمنځ اختلافات، د جنګ سالارانو او مافیايي ډلو موجودیت او په سیمه کې د ملېشه يي ډلو لپاره د بهرنیو د مالي ملاتړ دوام څو نور هغه سببونه ګڼل شوي چې د لیکوال په باور به په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د داعش د بیا راپورته کېدو سبب شي.

کریسچن ساینس مانیټور:

د کریسچن ساینس مانیټور ورځپاڼې هم همدې ته ورته یوې موضوع څېړلې چې سرلیک یې دی. «روسیه د افغانستان په جګړه کې نوې پاڼه.»

په لیکنه کې د افغانستان په چارو کې د روسیې ورستۍ لېوالتیا څېړل شوې او په دې اړه چې ایا په افغانستان کې روسیه د امریکا يو ښه شریک کېدای شي او که نه د روسیې وروستۍ لېوالتیا به د سیمه ییز رقابت د زیاتېدو او د کړکېچ د پراختیا سبب شي؟ نظرونه راټول شوي دي.

لیکوال وايي، روسیه اندېښنه لري چې د سوریې له جګړې څخه تښتېدونکي وسله وال به افغانستان ته ولاړ شي او ځکه خو یې باید دلته مقابله وشي.

د لیکنې په باور دا هماغه هدف دی چې امریکا یې هم په افغانستان کې تعقیبوي خو د دواړو هېوادونو انګیزې مختلفې دي.

لیکوال لیکي، روسیه چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې پر افغانستان د یرغل ورانونکي خاطرې ورسره دي، د امریکا په مقایسه په افغانستان کې محدوده اجنډا لري.

په لیکنه کې د یو څیړونکې پاول سټرونکسي له خولې ویل شوي، د روسیې لېوالتیا تر ډېره خپله افغانستان کې نه ده.

خو دا هېواد هڅه کوي له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د هرې خپریدونکې بې ثباتۍ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG