د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

 وکیلان: حکومت کې دننه د مخالفینو ملاتړي باید افشا شي


د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، په داسې حال کې چې د هېواد باوري امنیتي او استخباراتي ارګانونه په دولت کې دننه د مخالفینو د ملاتړو پر موجودیت اعتراف کوي، نو لازمه ده چې په افشاء کولو او نیولو کې یې ځنډ، ونه‌کړي او ژر تر ژره‌یې پر ضد اقدام وکړي.

دفاع وزارت هغه کسان خلکو ته پېژني چې ترورېستي ډلو سره لار لري

مسعود: وسله‌والو مخالفینو په دولتي ادارو کې نفوذ کړی

دا استازي وايي، که امنیتي ارګانونه د داسې افرادو او کړیو په افشاء کولو او نیولو کې سست عمل وکړي، دا به د حکومت او خلکو په لا زیان تمام شي او ناوړه پایلې به ولري.

د ولسي جرګې غړې کبرا مصطفوي وویل، امنیتي ځواکونه باید په دې برخه کې جدي عمل وکړي.

کابل کې د یوې انتحاري حملې قربانیان
کابل کې د یوې انتحاري حملې قربانیان

نوموړې زیاته کړه:

"د ملي امنیت ریاست انتقاد کوي چې داسې کسان شته چې د تروزېزم ملاتړ کوی، څوک چې د هېواد له سترو ګټو او ملي مصالحو سره خیانت کوي، باید ونیول شي او محکمې ته راوښکل شي."

کوم چارواکي له مخالفینو سره د ښارونو په سقوط کې همکاري لري؟​

همدارنګه د دغې جرګې بلې غړې شکېبا هاشمي وویل، هر څوک چې په هره سطح کې وي او له هېواد سره خیانت کوي باید ونیول شي.

نوموړې زیاته کړه:

"کله چې ښاغلی ستانکزی دا خبرې کوي بیا نو د ملي امنیت د رئیس دنده څه ده؟ که زه خاینه اوسم او د ملي ګټو پرضد عمل وکړم، ولې مې نه‌نیسي، زما هیله ده چې څوک د ملي ګټو پر خلاف عمل کوي باید ونیول شي."

وکیلان: یو شمېر دولتي چارواکي د ځان ساتنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي

د ولسي جرګې غړي دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت عمومي رئيس معصوم ستانکزي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ویلي چې په دولت کې دننه داسې افراد او کړۍ شته چې له مخالفینو سره لاس لري.

ستانکزی: دولت کې داسې کړۍ شته چې له مخالفینو سره لاس لري.
ستانکزی: دولت کې داسې کړۍ شته چې له مخالفینو سره لاس لري.

د سیاسي چارو کارپوه خالد سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د داسې افرادو د افشاء کولو او نیولو توان نه‌لري ځکه چې ښايي د داسې افرادو او کړیو تر شا ځینې سیمه‌ییزې او نړیوالې استخباراتي کړۍ ولاړې وي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کړۍ چې ده یادې کړي دي، زما باور دا دی چې ځیني سیمه‌ییز او نړیوال قوتونه د داسې کړیو تر شا ولاړ وي چې هم په حکومت کې داخل دي او هم د نظام له مخالفینو سره لاس لري."

په حکومت کې دننه د مخالفینو د ملاتړو د موجودیت خبره نوې نه‌ده بلکې پخوا تر دې هم ځینو لوړپوړو دولتي چارواکو ورته څرګندونې کړي.

کله کله ځینو خلکو او د مدني ټولنې فعالانو د مظاهرو په کولو سره پر حکومت ټینګار کړی چې دولتي ادارې دې له دغو کسانو او کړیو څخه پاکې شي.

حکومت هم تر دې وړاندې ټینګار کړی چې په دې برخه کې به جدي اقدام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG