د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

کوم چارواکي له مخالفینو سره د ښارونو په سقوط کې همکاري لري؟


د ازادي راډيو موندنې په امنیتي ارګانونو کې د یو شمېر چارواکو له نومونو پرده پورته کوي چې عملاً د دولت له وسله والو مخالفانو سره همکاري لري او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو حملو ته زمینه برابروي.

د امنیتي ځواکونو او ملي اردو ځينو مسوولانو ازادي راډيو ته وویل، چې ان د افغان ځواکونو پوځي نقشې او پروګرامونه د همدغو کسانو له خوا طالبانو ته رسول کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت دا مساله چې ځيني کړۍ په نظام کې دننه د دولت له وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي، نه رد او نه هم تاییدوي.

د افغان ځواکونو لپاره یو خونړۍ کال او د پردې شاته رازونه چې د افغانستان نظام یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ازادي راډيو موندنې ښیې، چې د افغانستان په نظام کې یو شمېر کړۍ عملاً د ځينو ولسوالیو او سیمو په سقوط او پر امنیتي پوستو د طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې لاس لري.

په دغه راپور کې مو د ملي اردو له ځينو سرتیرو سره چې د جګړو په میدانونو کې جنګیدلي، خبرې کړي دي.

ډیری دغه سرتیري له جګړو ستړي دي. ځیني یې د هغو خیانتونو خبره کوي چې د امنیتي ارګانونو مسوولان په کې لاس لري، خو په رښتیا دا کوم کسان دي چې د پردې شاته یې څيرې پټي کړي دي.

د دغه راپور د جوړیدو لپاره ځینو ولایتونو ته تلل او په کې د ملي اردو له ځينو سرتیرو سره ناستې موږ په نظام کې له دردناکو حقایقو څخه خبر کړلو.

کندزهغه ولایت چې په دغو ورځو کې د جګړو په لمبو کې سوځي، ویل کېږي چې ځينې کړۍ پکې د دولت له وسله و الو مخالفانو سره همکاري لري.

هغه مساله چې د کورنیو چارو وزارت چارواکو هم له دې مخکې ورته اشاره کړې وه خو دا یې نه و روښانه کړي چې د کندز کوم چارواکي له وسله والو مخالفانو سره همکاري کوي.

د کندزیوه امنیتي مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وایې، له څيړنو وروسته نهه تنه امنیتي مسوولان او سرتیري چې له طالبانو سره یې اړیکې لرلې، و پیژندل شول.

د همدې امنیتي مسوول په خبره یو له دغو امنیتي مسوولانو څخه د چهاردرې امنیه قومندان غلام محی الدین دی چې ویل کېږي له طالبانو سره اړیکې لري او هغوی د افغان ځواکونو له پوځي پروګرامونو خبروي:

((له هغو کسانو څخه چې تر ډيره یې پوځي پروګرامونه او د عملیاتو طرحې له دغې ډلې سره شریکولې، یوهم د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان غلام محي الدین دی.

د کندز ښار د سقوط پرمهال یې پرته له دې چې په کابل کې امنیتي چارواکي په جریان کې وساتي، امنیتي ځواکونو ته د شاه تګ امر کړی و.

زموږ کشفي څانګې وایې، چې ده په مستقیمه توګه له طالبانو سره لاس درلود.))

خو د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان دا تورونه بی ځایه بولي چې په خبره یې سیاسي او قومي انګیزه لري.

غلام محي الدین وایې، باید هغه کسان چې پرده یې تورونه لګولي، په دې اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي:

((د یوه قومندان په حیث زما د کورنۍ اووه غړي وژل شوي. ځوان زوی مې وژل شوی. خپله پرما څو ځله بریدونه شوي دي. موږ د سولې د دښمنانو پر وړاندې قاطعانه مبارزه کوو.

ځيني عوامل شته لکه په خپل وخت د جنګي تجهیزاتو او خوراکي موادو نه رسیدل.

یو پولیس هیڅ کله داسې کار نه کوي. زه پرځان او پر پرسونل مې دا تورونه جداً ردوم. بل دا چې دلته سلیقوي او قومي چلند کېږي.))

د سرچینې د معلوماتوله مخې، په کندز کې بل امنیتي مسوول چې له طالبانو سره ارتباط لري، د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قومندان حمید اغا دی چې ویل کېږي امنیتي معلومات ترطالبانو پورې رسوي.

دغه امنیتي مسوول وایې، که څه هم دغه چارواکې تر پيژندلو وروسته له دندې لرې کړای شو خو بیا له په دندې ګمارل شوی دی.

له حمید اغا سره مو زیات تماسونه ونیول خو سکرټر یې مونږ ته رد ځواب راکړ.

له زیاتو هڅو سره سره ونه توانیدو په کندز کې له یوه بل امنیتي مسوول چې حاجي نعمان نومیږي او د کندز د یوې سیمه ییزې سرچینې په خبره د دولت له وسله والو مخالفانو سره همکاري لري، خبري وکړو. سرچینه د دغه کس په اړه وایي:

((پرهغو کسانو چې له پخوا ورباندې مشکوکه و، د کندز تر پيښې او څيړنو وروسته را ته جوته شوه چې نهه تنه منسوبین له مخالفانو سره همکاري لري.

ډیری یې د ټيټو کچو چارواکي دي او ګوښه شوي دي. خو یو له هغو چارواکو څخه چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره لاس لري، د دشت ارچي امنیه قومندان حمید اغا دی چې د ملي اردو تجهیزات او معلومات یې طالبانو ته ورکول. تر واسطو وروسته دغه کس بیرته د دشت ارچي امنیه قومندان وټاکل شو او حاجي نعمان د ولسي پولیسو یو قومندان هم له هغو کسانو څخه دی چې کشفي ارګانونو یې یادونه کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره نژدې همکاري لري.))

ناارامۍ او پرامنیتي پوستو د طالبانو ډله ییزې حملې او په کندزکې د ځینو سیمو د سقوط هڅې یوازې په دې حد کې محدودي نه دي پاته شوي.

طالبانو په وروستیو کې په بدخشان، غزني، ارزګان، غور او ځينو نورو ولایتونو کې هم د ځینو سیمو د نیولو هڅې وکړې.

دا ښیې چې د امنیتي چارواکو له ډلې ځینې کړۍ عملا په دې کار کې له طالبانو سره همکاري لري.

په ننګرهار کې چیرته چې افغان ځواکونه له طالبانو او داعش ډلې سره په دوو جبهو کې جنګیږي.

ددغه ولایت د پچیراګام په ولسوالۍ کې د ملي پولیسو یوه مسوول د نوم نه ښودلو په شرط له ازادي راډيو سره خبرو کې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د دغه ولایت د امنیتي مسوولانو د لاس لرلو خبره کوي:

((څه وکړو. په وار- وار مو خپل اواز ایستلی دی. خو چیرته اوریدل کېږي. طالبان د جګړې په ډګر کې پر موږ حمله کوي، زموږ مخ ته مو ملګري وژل کېږي. قومندان تر ډيره له اخوا سره په اړیکو مصروفه کېږي او را ته وایې، چې شاتګ وکړئ.

حال دا چې د طالبانو شمیره هم دومره نه وي. دوی راځي زموږ وسلې اخلي، موږ مقاومت هم نشو کولای ځکه چې د جګړې قومانده د بل چا په لاس کې ده چې له مقابل لوري سره اړیکه لري.))

دغه امنیتي مسوول وایې، د پچیراګام ولسوالۍ مخکېنی جنایې امرسبحان شاه چې اوس د لعل پورې ولسوالۍ امنیه قومندان دی، د دولت له وسله والو مخالفانو سره لاس لري او د امنیتي ځواکونو وسلې مخالفانو ته ورکوي.

دی همدا راز وایې، چې د بټي کوټ ولسوالۍ امنیه قومدان احمد شاه همت هم له وسله والو مخالفانو سره اړیکې لري او د طالبانو لاس ته د امنیتي ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو د لویدو ته زمینه برابروي.

د ملي اردو دغه مسوول همداراز د پچیراګام د امنیه قومندانۍ د جنایې امر ابراهیم زمري یادونه کوي چې د دغه ولسوالۍ د صبر په نوم سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوځي پروګرامونه د طالبانو له یوه مشرملا محمود سره شریکوي او له دوی سره همکاري کوي څو پر امنیتي پوستو حملې وکړي:

((دغلته قومندانان او امنیتي چارواکي په خپله له طالبانو سره لاس لري. یو یې د پچیراګام امنیه قومندان احمد شاه همت او بل یې د پچیراګام جنایې امر محمد ابراهیم دی، له طالبانو سره لاس لري.

د بټي کوټ امنیه قومندان احمد شاه همت له طالبانو سره لاس لري. کله چې پر موږ برید کېږي راته وایې، چې له پوستو څخه دباندي ووځئ.

حال دا چې هيڅ خبره به هم نه وي. زموږ وسلې طالبانو ته ورکول کېږي په داسي حال کې چې مونږ څومره د وسلو کمبود لرو.))

وموغوښتل د دغو ادعاو په اړه د لعل پورې ولسوالۍ له امنیه قومندان سبحان شاه سره خبرې وکړو، خو بریالي نه شولو.

د بټي کوټ ولسوالۍ امنیه قومندان احمد شاه همت موږ سره له خبرو کولو ډډه وکړه خو د پچیراګام ولسوالۍ جنایې امر ابراهیم زمري له ازادي راډيو سر خبرو کې دا تورونه رد کړل:

((دغلته کشفي ارګانونه شته. زه شخصاً په خپله خپل وجدان ته پاک یم. که څوک راباندې کومه ادعا لري، ورڅخه غواړي چې سند وړاندې کړي چې زه له مخالفانو سره لاس لرم. هغه کسان چې داسې تبلیغات کوي، حتماً د هغوی د سترګو ازغی یو ځکه زموږ فعالیت ډير دی.))

په مشکل سره وتوانیدو په کابل کې له یوه سرتیری سره چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبرې وکړو.

د دغه سرتیرې له سترګو مخکې تردې چې خبرې وکړي، اوښکې راغلې، ښایې په زړه کې ډیر درد لري.

دی وایې له دې مخکې یې په ولایتونو کې په زیاتو عملیاتو کې برخه اخیستې ده. په کابل کې د ۱۱۱ فرقې سرباز دی. دی د جګړو په ډګرونو کې د ملي اردو د ناوړه وضعیت کېسه کوي.

د دغه سرتیري په خبره، امنیه قومندانان د پوځي عملیاتو پر مهال دوی ته وایې، چې طالبان د برید په حال کې دي او دوی مجبوره وي څو له خپلو پوستو ووځي او هغه وخت قصداً د امنیتي ځواکونو تجهیزات د طالبانو لاس ته لویږي.

دغه سرتیری په دې اړه چې څرنګه ځيني دا قومندانان په ولایتونو کې پرامنیتي پوستو د طالبانو ډله ییز برید ته زمینه برابروي، داسې وایي:

((په ولایتونو کې مو د جګړو په میدان کې داسې څه ولیدل چې پوښتنه یې مه کوه.

په پکتیا کې د عملیاتو پرمهال یې زموږ موبایلونه بند کړي و.

حال دا چې همدا امنیه قومندان مو مخالفانو ته مبایلونه ورکول.

په خپلو سترګو مو لیدل. کله چې زموږ یو همکار وژل کېږي، اول یې وسله ترې اخیستل کېږي او مستقیماً طالبانو ته انتقالیږي. بیا وایې موږ ونشو کړای سرتیری انتقال کړو او طالبانو یې وسلې واخیستې.))

افغان حکومت په وار وار پلاوي ګمارلي څو د مخالفینو لاس ته د ځينو سیمو د سقوط عوامل ومومي.

خو کارپوهان وایې، دغه پلاوي نه دي توانیدلي د دا ډول پيښې اصلي لاملونه پيدا کړي.

په ورته وخت کې ځيني کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که حکومت و نه توانیږي په نظام کې د خاینینو مخه و نیسي نو نظام به له خطر سره مخامخ شي.

یو له دغو کارپوهانو څخه مرزا محمد یارمند دی. دی په دې باور دی، تر هغو چې له طالبانو سره همکاري ونشي، دوی نشي کولای په یوازې سر ولسوالیو او یا هم ښارونو ته سقوط ورکړي:

((کشفي ادارې باید په ټوله کې همغږي ولري او دا کسان باید په بېلابېلو ردو کې وپيژندل شي.

وسلې د مخالفانو لاس ته لویدلي دي، پوستو له دننه سقوط کړی دی. په ټوله کې په امنیتي ارګانونو کې باید واسطه نه وي.))

خو ولې ایا د کورنیو چارو وزارت نه دی توانیدلی هغه چارواکي وپيژني چې له طالبانو سره اړیکې لري؟

دا هغه پوښتنه ده چې د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي یې ځوابوي:

((که موږ دا پیدا کړو چې کوم څوک داسې کار کوي، جزا به یې ډیره سنګینه وي. موږ تراوسه هیڅ استخباراتي معلومات نه لرو چې خدای مکړه زموږ قومندان به داسې کوم کار کوي.

که په دې برخه کې شواهد موجود وي، ورسره به جدي چلند وشي.

زه له سرتیرو غواړم چې که داسې موارد وي، د پولیسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ و وهي، بې له شکه دا ډیر جدي موارد دي.

خو موږ په دې برخه کې تراوسه کوم سند نه لرو.))

خو د دفاع وزارت دا موضوع نه رد او نه هم تاییدوي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان وایې، د افغان دولت د ماتولو لپاره به د هرډول هڅو مخه ونیول شي:

((هرڅوک چې دا کار کوي، د افغانستان ملت ته خیانت کوي. په دې کې شک نشته چې احتمالا داسې څه وي.

خو د کومو وسلو او ډیپوګانو څخه چې د ملي اردو سرتیرو او پولیسو ته ورکړل شوي، زما باور نه راځي چې چا دې داسي کار کړی وي.))

د چارو کارپوهان وایې، فساد په افغانستان کې دومره زیات شوی چې په مستقیم ډول یې اغیزه د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم لیدل کېږي او افغان چارواکي نشي کولای دوستان او له دښمنانو توپیر کړي.

ددغو کارپوهانو په وینا، له مخالفینو سره د نظام له دننه همکاري به په نظام کې تشه رامنځ ته کړي او بیا به یې نتیجه ډيره خطرناکه وي.

XS
SM
MD
LG