د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

یوشمېر دولتي چارواکي د ځان ساتنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي


د ولسي جرګې یوغړی په دې نظر دی، چې له وسله والو طالبانو سره د ولسي جرګې د ځینو غړو، والیانو او د دولت د ځینو لوړپوړو چارواکو مرستې، د دې سبب کېږي، چې په هېواد کې ناامني نوره هم پراخه شي.

د ولسي جرګې غړي حمیداله توخي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د ولسي جرګېی او حکومتي ادارو ځیني غړي، د خپلو شخصي ګټو او ځان ساتنې په خاطر، له وسله والو طالبانو سره پټي معاملې پالي او پیسې ورکوي:

″په دې تالار کې هم داسې ځوانان شته، چې د ځان د ساتنې لپاره طالب ته پیسې ورلیږي. په کابینه کې هم داسې ځوانان شته طالب ته پیسې ورکوي، په والیانواو لوړپوړوچارواکوکې هم شته، طالب چې له واسکټ او وسلې سره دستګیر شي، د هغه د ازادولو هڅې هم کوي، دوی د ملت ډېر ځوانان قرباني کړي، وکېل دې خپل ځان وپیژني، که پرون د طالبانو کمیشنکارو، نو نن خودې سم وکېل شي.″

توخي داهم وویل، د جرګې ځیني غړي، له زندانونو څخه د وسله والو طالبانو او ځان وژونکو د خوشې کولو هڅې هم کوي.

توخي اندیښنه ښيي چې له وسله والو طالبانو سره د ولسي جرګې او د دولتي ارګانونو د ځینو غړو مرستې، د حکومت مخالفین پیاوړي کولی شي.

ازادي راډیو یاده مساله د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره شریکه کړه، خو هغوی په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

د سیاسي چارو ځیني پوهان، طالبانو سره د ولسي جرګې د ځینو غړو او ځینو حکومتي چارواکو اړیکې، له امکان څخه لیرې نه ګڼي.

غرزي خواخوږي ازادي راډیوته وویل؛ یوازې د ولسي جرګې غړي نه بلکې، ځنیو دولتی چارواکو او بهرني ځواکونه هم له طالبانو سره پټې معاملې لري:

″زه مطمئن یم چې بهرني قوتونه، د ناټو قواوې او امریکایي پوځونه طالبانو ته یوڅه ورکوي، د شورا وکيلان هم له دې څخه جلانه دي، دوی هم د خپلو ځانونو د خوندیتوب لپاره طالبانو سره مادي او معنوي مرستې کوي. یا به یې بندي خلاصوي او یابه ورته اکمالاتو وسایل ورکوي.″

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست مطبوعاتي دفتر وایي، په دې هکله شواهد نه لري خو مساله به وڅیړي.

له وسله والو طالبانو سره د ځینو وکېلانو اوچارواکو داړیکو د لرلو خبره په داسې حال کې کېږي؛ چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG