د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

پچیراګام کې ځوانان د داعش ضد جګړه کې افغان ځواکونو سره درېدلي


د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې سلګونه ځوانان د داعش پر ضد جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ درېدلي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، شاوخوا ۵۰۰ ځوانان په پچیراګام ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا سیمه‌يیز خلک په پچیراګام کې چې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش تر منځ د جګړو ډګر و، د دې ډلې پر ضد پاڅېدلي دي.

دغه‌راز په پچیراګام کې تازه جوړې شوې امنیتي پوستې د ملي امنیت سرتېرو ته سپارل شوې دي.

په همدې حال کې پرون د ننګرهار په غني‎خېلو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پراخولو لپاره غونډه وشوه او ګډونوالو په‌کې د ترورېزم او نشه‎يي موادو د قاچاق پر وړاندې په جدي مبارزې ټینګار وکړ.

اخوا بیا د سپین‎غر غیر رسمي ولسوالۍ قومي مشرانو په جلال‎اباد کې د ننګرهار له والي سره په کتنه کې د دې ولسوالۍ د رسمي کېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د ولایت ویاند عظا الله خوګیاڼي
د ننګرهار د ولایت ویاند عظا الله خوګیاڼي

د ننګرهار د ولایت ویاند عظا الله خوګیاڼي په دې اړه وویل:

"د ننګرهار والي د سپین‌غر له مخورو سره ژمنه کړې چې د دې ولسوالۍ په رسمي کېدو کې به خپلې هڅې لا زیاتې کړي، د دې ولسوالۍ د رسمي کېدو مراحل تر ډېره وړاندې تللي او هیله‌مند یو چې دا ولسوالۍ ژر په رسمیت وپېژندل شي."

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، سپین‎غر شاوخوا ۲۰۰ زره نفوس لري.

د پاکستان پولي ته نېږدې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې په وروستیو څو میاشتو کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش فعالیتونه زیات شوي دي.

خو افغان امنیتي ارګانونه وايي، د پچیراګام، کوټ او اچین ولسوالیو په ګډون‌يې د ننګرهار ولایت په زیاتو سرحدي سیمو کې داعش ډلې ته کلک ګوزارونه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG