د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

دفاع وزارت: طالبان د جګړې ډګر کې د ۳ لاملونو له امله ځپل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د طالبانو خپل‎منځي اختلافات، د هغوی د مالي منابعو کمښت او د سیمې سیاسي تحولات د دې سبب شوي چې دا ډله د جګړې په ډګر کې په بې سارې ډول وځپل شي.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د شفق دوه په نامه پوځي عملیات لوګر، پکتیکا، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو ته غځېدلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۳۰ وسله‎وال مخالفین په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د دفاع د وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش

ښاغلی رادمنش وايي، د سیمې استخبارات لا هم د افغان دولت له وسله‎والو مخالفینو ملاتړ کوي او که دا ملاتړ نه وي افغان ځواکونه به په کم وخت کې د هېواد امنیتي وضعیت بدل کړي.

جنرال رادمنش زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د جګړو شدت او د دولت د وسله‎والو مخالفینو فعالیتونو ته په پام سره له ځانګړو او کمانډو ځواکونو زیاته استفاده کېده چې د نوموړي په خبره اوس دا وضعیت بدل شوی او روان پوځي عملیات تر ډېره بریده د ملي پوځ سرتېري پر مخ وړي.

دفاع وزارت وايي، بادغیس او غزني کې ځینې مهمې سیمې د دولت د وسله‎والو مخالفینو له موجودیته تصفیه شوي او په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش پټن ځایونه او د فعالیت مهمې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو لاسونو ته پریوتي دي.

افغان امنیتي ارګانونه په داسې وخت کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د شدت او پراخوالي خبره کوي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلیدو موضوع هم ګرمه شوې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له یو شمېر طالب مشرانو سره د سولې د خبرو په خاطر تماس لري او په پاکستان کې د افغانستان سفیر هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیل ته به زمینه برابره شي.

خو لانګ وار ژورنال ویب‎پاڼې په خپله وروستی ګڼه کې د طالبانو په حواله ویلي چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي بلکې د وسله‎وال فعالیت د دوام لپاره به له نورو ډلو په ځانګړي ډول له القاعده سره اړیکه ټینګه کړي.

XS
SM
MD
LG