د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

زاخېلوال: طالبانو سره د سولې ډېر ښه فُرصتونه رامنځته شوي


په پاکستان کې افغان سفیر وايي، په دې وروستیو کې د سولې په باب ښه فُرصتونه رامنځته شوي دي.

حضرت عمر زاخیلوال پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، ډېر طالبان په دې پوهیدلي چې روانه جګړه افغان وژنه ده او تر شاه یې بهرنۍ کړۍ موجودې دي.

ښاغلي زاخیلوال وویل، باید له دې فرصته افغان حکومت او طالبان ښه استفاده وکړي او تر ټولو مؤثره لار یې مستقیمې خبرې دي.

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخيلوال
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخيلوال

نوموړی وايي:

"د سولې په تړاو د متقابله درک او ښې هڅې لپاره یوه مؤثره لاره مستقیمې اړیکې دي. ډېره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي. اکثره طالبان څه په لوړپوړو لیکو کې یا هم په ټیټه کچه په دې نظر دي چې په افغانستان کې جګړه افغان وژنه ده. طبعاً د دې جګړې تر شاه بهرنۍ کړۍ موجودې دي او دا جګړه تودوي او تمویلوي. همدا درک په طالبانو کې شته. همدا درک او پوهه هم د طالبانو او هم زمونږ لپاره یو ښه فُرصت دی."

ښاغلي زاخېلوال همدا راز وویل چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‌اسلامي سره د سولې تړون ثابته کړه چې د افغانانو ترمنځ مستقیمې خبرې د سولې د پروسې رښتینی انځور وړاندې کړ او طالبان هم دا لاره کارولای شي.

د طالبانو تر منځ د سولې د لېوالتیا خبره داسې وخت مطرح کېږي چې څو ورځې وړاندې ځینو افغان سیاسي کارپوهانو او خبریالانو له طالب مشرانو سره په قطر کې ولیدل او د سولې په اړه یې د هغوی وروستی دریځ هیله بخښوونکی و ارزاوه.

په پاکستان کې افغان سفیر ښاغلي زاخېلوال د سولې په پروسه کې د پاکستان د رول په اړه وویل چې اوس وخت افغان حکومت له پاکستانه په دې باب څه نه غواړي.

ښاغلي زاخېلوال وویل، پاکستان دې یوازې طالب مشران له خپلې خاورې وباسي او ملاتړ دې نه ترې کوي.

ښاغلي زاخېلوال وویل، پاکستان دې یوازې طالب مشران له خپلې خاورې وباسي او ملاتړ دې نه ترې کوي.
ښاغلي زاخېلوال وویل، پاکستان دې یوازې طالب مشران له خپلې خاورې وباسي او ملاتړ دې نه ترې کوي.

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه:

"موږ له دوی څه نه غواړو. هغه څه چې افغان حکومت له پاکستانه غواړي هغه دا دي د طالبانو د رهبري حضور په دغه هېواد کې پای ته ورسوي او ورته ودې وايي چې ځئ په خپله مخه. یا دې موجود ملاتړ ورباندې بند کړي. د سولې په باب مو په دې وروستیو کې څه نه دي غوښتي."

د زاخېلوال تر خبرو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې د دې ترڅنګ چې د افغان ولسمشر وروستۍ خبرۍ د خواشینۍ وړ وبللې ویې ویل چې:

"پاکستان خپل ټول زیار ایستلی څو اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د تروریستي ګروپونو اومخالفو ډلو له خوا وکارول شي."

افغان ولسمشر وړمه ورځ په یوه غونډه کې یو ځل بیا په پاکستان غږ وکړ چې افغانستان په خپل حال پریږدئ دا هېواد د چا صدقه نه غواړي بلکې د دولتونو با عزته اړیکې غواړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG