د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

سرچینه: د حکمتیار کورنۍ ننګرهار ته رسېدلې او خپله به هم ورسېږي


د ننګرهار چارواکي وايي، د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هرکلي ته چمتو دي.

یوې کره سرچینې چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط‌یې پرون سې شنبه خبرې کولې ازادي راډیو ته وویل، د حکمتیار کورنۍ ننګرهار ته رسېدلې او هغه به هم په نېږدې وخت کې ورورسېږي.

خو د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي، لا نه‎ده څرګنده چې د حزب‎اسلامي مشر به دې ولایت ته ستنېږي خو که داسې وشي خلک او حکومتي اداره به‌یې هرکلی وکړي.

ښاغلي خوګياڼي زیاته کړه چې په وروستیو کې یو رسمي پلاوی له کابله ورغلی و او د حزب‎اسلامي د کډوالو د ستنېدو پر شرایطو خبرې وشوې خو د نهايي پرېکړې معلومات نه‎لري.

د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګياڼۍ
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګياڼۍ

عطاالله خوګیاڼي زیاته کړه:

"دا به وروسته څرګندېږي چې د حزب‎اسلامي امیر ننګرهار کې پاتې کېږي که بل ولایت ته ځي خو که دلته راشي نو د ننګرهار ولایت اداره او ولسونه به‌یې هرکلی وکړي. کوم کمېسیون چې د حکومت او حزب‎اسلامي د تفاهم‎لیک د تطبیق لپاره ټاکل شوی، بېلابېلې کمېټې لري چې یوه یې د کډوالو اړوند ده نو یو پلاوی يې ننګرهار ته راغلی و او د حزب‎اسلامي د کډوالو د راستنېدو په اړه‌یې خبرې وکړې."

د ننګرهار د والي ویاند د حزب‎اسلامي اړوندو ستنېدونکو کډوالو د شمېر او نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو یوې کره سرچېنې چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط‌یې ازادي راډیو سره خبرې کولې، پرون وویل چې په ننګرهار کې د حزب‎اسلامي د مشر ورتګ ته تیاري روانه ده او د هغه د استوګنې ځای هم په پام کې نیول شوی چې کار پرې کېږي.

دې سرچېنې زیاته کړه چې ښاغلی حکمتیار به یوه موده په ننګرهار کې مېشت وي او بیا به کابل ته ولاړ شي.

خو د ولسمشر سلاکار او له حزب‎اسلامي سره د حکومت د سولې موافقې د تطبیق د ګډ کمېسیون مشر محمداکرم خپلواک وايي چې د حکمتیار د ستنېدو لپاره مختلفې سیمې په نظر کې نیول شوي او وروستۍ پرېکړه د حزب‎اسلامي د استازو په لاس کې ده.

د ولسمشر سلاکار او له حزب‎اسلامي سره د حکومت د سولې موافقې د تطبیق د ګډ کمېسیون مشر محمداکرم خپلواک
د ولسمشر سلاکار او له حزب‎اسلامي سره د حکومت د سولې موافقې د تطبیق د ګډ کمېسیون مشر محمداکرم خپلواک

محمد اکرم خپلواک زیاته کړه:

"تر اوسه په اساسي توګه او دقیقه توګه ټاکل شوې نه‎ده چې د حزب‎اسلامي امیر به په کوم ولایت کې حضور پیدا کړي او له هغه ځایه به بیا کابل ته تشریف راوړي. ځینې ولایتونه شته چې کېدای شي هغه ورشي خو نهايي فیصله به د افغانستان د حزب‎اسلامي له تنظیم سره وي چې د هغوی امیر په کوم ولایت کې حضور پیدا کوي. تر اوسه له موږ سره دقیق معلومات نه‌شته. موږ په جنوبي او مشرقي ولایتونو کې یو شمېر سيمې په پام کې نیولي دي. د افغانستان اسلامي دولت اماده دی چې د دوی هرکلی وکړي."

ښاغلي خپلواک په ‎دې اړه بې‌خبري څرګنده کړه چې د ګلبدین حکمتیار د کورنۍ یو شمېر غړي ننګرهار ته ستانه شوي دي.

د محمد اکرم خپلواک په وینا، ګلبدین حکمتیار ښايي په مؤقت ډول یوه ولایت ته ستون شي او له هغه ځایه به کابل ته ځي او د خپلواک په وینا، د نورو مشرانو په څېر به خپل سیاسي فعالیت او ټولنیز ژوند ته دوام ورکوي.

د ولسمشر سلاکار او له حزب‎اسلامي سره د حکومت د سولې د موافقې د تطبیق ګډ کمېسیون مشر ټینګار وکړ چې د هر افغان د امنیت ټینګول د حکومت مسئولیت دی او د ګلبدین حکمتیار لپاره د ښه امنیت له پلوه بشپړ ډاډ لري.

د محمد اکرم خپلواک په وینا، د حزب‎اسلامي د یو شمېر بندیانو پر خوشې کېدو هم کار روان دی.

XS
SM
MD
LG