د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې راتلونکی کال به امنیتي ځواکونه او امنیتي شرایط په ښه وضعیت کې وي.
اجرائیه رئیس وايي چې افغان امنیتي بنسټونه به په روان ژمي کې د وسلهوالو مخالفینو او د دوی د ځالو لهمنځه وړلو تر څنګ د خپل ځواک د پیاوړتیا په برخه کې هم لازم کارونه وکړي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې د دې پروګرامونو له تطبیق سره د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ډېره او د هېواد امنیتي وضعیت ښه کېدونکی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د امنیتي ځواکونو فعالیتونه په دوه برخو متمرکز کېږي، یو د ځواکونو په بیارغونه، د هغوی لیکو ته د خلکو د جلب او جذب پروسه چې ډېره مهمه ده او په دوهم قدم کې په هغو ځایونو تمرکز چې مخالفین له هغو ځایونو عملیات پلانوي، په دې دوه برخو د تمرکز له امله به انشاءالله زموږ امنیتي ځواکونه او امنیتي وضعیت راتلونکی کال په ښه ځای کې وي."
ښاغلی عبدالله ټینګار کوي چې د ژمي په درېیو میاشتو کې به د وژل شویو افغان ځواکونو کورنیو ته پاملرنه او د ټپیانو وضعیت ښه کېدو ته هم کار وشي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو د وسلهوالو مخالفینو او د دوی پټنځایونو د لهمنځه وړلو لپاره د «شفق۲» په نوم عملیات پیل کړي چې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې تر دې دمه کامیاب پر مخ ځي.
دفاع وزارت وايي چې په روانو دغو عملیاتو کې یې سلګونه مخالفینو ته درانه تلفات رسولي، خو په دې معلوماتو چې افغان امنیتي ځواکونو ته څومره تلفات رسېدلي بریالي نهشوو.
له دې سره د امنیتي چارو کارپوه میرزا محمد یارمند په ژمي کې د افغان حکومت له دې پروګرامه د هرکلي تر څنګ وايي، حکومت باید په امنیتي بنسټونو کې د سیاسي مداخلو مخه هم ونیسي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا یو ښه اټکل کېدای شي، خو هغه څه چې د امنیتي ځواکونو سره مرسته کولای شي دا ده چې د سیاسي لاسوهنو څخه خلاص وي او امنیتي چارواکي باید د سیاسیونو په خوښه مقرر نهشي، دوی باید د مسلک او تجربو په چوکاټ کې په دندو ولګېږي، که ټاکنهیې داسې وي لکه اوس چې دوام لري فکر کوم بیا به همدا جنجالونه وي."
ښاغلی یارمند وړاندیز کوي چې امنیتي بنسټونه باید په دې موده کې د امنیتي ځواکونو په فکري پیاوړتیا، د هغوی د علمي او تخنیکي مهارتونو او ظرفیتونو لوړولو ته هم پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګه د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو غواړي چې د ژمي د درېیو میاشتو څخه په استفادې راتلونکي کال ته داسې طرحه جوړه کړي چې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو په وړاندې د خلکو اندېښنو ته ځواب ویونکې وي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ