د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

کابلي: د سیمې استخبارات د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو هڅه کوي


د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي چې د ځینو ګاونډیو هېوادونو استخبارات، د سوریې او عراق جنګونو ته د افغانانو په لېږلو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي جنګونو ته لمن ووهي.

یاد ګوند وايي، دا موضوع د اندېښنې وړ ده او حکومت دې ورته جدي پام وکړي.

د سوریې او عراق جنګ ته د افغانانو لېږل هغه مسئله ده چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې، یو لړ جدي اندېښنې راپارولي دي.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند هم د یکشنبې په ورځ په یوې ناسته کې، د ځینو ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو له‌خوا د سوریې جنګ ته، د افغانانو د لېږلو په اړه یو لړ معلومات خپاره کړل.

د دې ګوند رئیس نجیب‌الله کابلي وویل، د ګاونډیو هېوادونو استخباراتو تل هڅه کړې چې په مختلفو ډولونو د افغانانو تر منځ نفاق واچوي او حتی د دوی تر منځ‌یې مذهبي جنګونه هم رامنځته کړي.

کابلي: د سیمې استخبارات د نفاق اچولو هڅه کوي.
کابلي: د سیمې استخبارات د نفاق اچولو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا خلک چې سوریې او عراق ته ځي، هغوی چې ژوندي بېرته راستنېږي، باور وکړئ چې په افغانستان کې چې د یو بم غوندې انفجار کوي او مذهبي جنګونو ته لمن وهي، ولې کشفي ارګانونه، د کورنیو چارو وزارت او دولت په دې هکله خلکو ته واضح خبرې نه‌کوي."

د ښاغلي کابلي په خبره اوس‌مهال د سیمې د استخباراتي کړیو له‌خوا ۲۷۰۰۰ افغانان په یو شمېر هېوادونو او په تېره د سوریې او عراق په جنګونو کې بوخت دي.

ده وویل، ډېری کورنۍ د دغو جنګیالیو په اړه معلومات نه‌لري.

د ملي مشارکت ګوند رئيس پخوا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران په لاسوهنو انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې ایران په خپله خاوره کې مېشت ګڼ افغان کډوال، د سوريې او عراق جنګونو ته لېږي.

د دې ګوند رئیس د دې موضوع پر خلاف څو ځلې مظاهرې هم کړي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو ځیني کارپوهان وايي، په دولت کې دننه هم ځینې کړۍ شته چې د ګاونډیو د استخباراتي کړیو په همکارۍ، افغانان د سوریې او عراق جنګ ته لېږي.

د دې کارپوهانو له ډلې موسی فریور ازادي راډیو ته وویل چې داسې کسان ملي خاینان ګڼل کېږي.

نومړي زیاته کړه:

"دا د اسلام او د افغانستان د لوړو ګټو په زیان بولم او څوک چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د متعرضو قوتونو په همکارۍ جنګ ته د افغانانو د استخدامولو لپاره زمینې برابروي، زه‌یې ملي خاینان ګڼم."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر ولرو خو د دې وزارت د خپرونو دفتر په دې اړه څه ونه‌ویل.

خو پخوا تر دې یاد وزارت ویلي چې ځیني راپورونه ور رسېدلي چې یو شمېر افغانان د سورېې په جنګ کې ښکېل دي، خو دا څرګنده نه‌ده چې دغه افغانان په خپله خوښه دغه جنګ ته ورځي او که کومه استخباراتي اداره‌یې لارښوونه کوي.

راپور: خان محمد سیند

کابلي: د سیمې استخبارات د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو هڅه کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

XS
SM
MD
LG