د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

کابلي: سوريي ته د افغانانو لیږد د ایران په خاطر نه څېړل کیږي


که له یوې خوا افغان حکومت وايي چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون شکایت څېړي خو له بل پلوه سیاسي ګوندونه او کارپوهان پر افغان چارواکو تور لګوي چې د ایران د خوشحاله کولو لپاره نه غواړي دا مسئله تعقیب کړي.

د ملي مشارکت ګوند رییس نجیب الله کابلي ازادي راډیو ته وویل، حکومت ځکه تر اوسه دا مسئله نه ده تعقیب کړې چې نه غواړي په دې کار سره ایران له ځانه ګیله من کړي.

ښاغلي کابلي زیاته کړه:

"ایران د افغان کډوالو له مجبوریتونو استفاده کوي هغوی د سوریې جګړې ته لیږي. د سوریې مشروع مخالفینو افغان ولسمشر ته شکایت کړی و. خو لکه څنګه چې د افغانانو حق کېده هغسې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو سیاسي مسایلو په خاطر په دفاع کې پاتې راغلی دی. زه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته سخت شکایت کوم چې ولې دفاع نه کوي او زما په نظرعلت یې دا دی چې نه غواړي ایران ترې خپه شي."

ښاغلي کابلي ټینګار وکړ چې د سوریې د رژیم مخالفه ډله نړیوالې ټولنې په رسمیت پیژندلې او که افغان حکومت یې شکایت سم ځواب نه کړي په نړیواله کچه به د افغانستان لپاره بدبینۍ وپاروي.

افغان حکومت ویلي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم مخالفانو څه وخت مخکې دوی ته شکایت لیږلی چې د ایران له خوا افغانان د هغوی پر ضد جګړو ته استول کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان حکومت په تېر موقف ټینګار وکړ چې ګواکې د دغه شکایت په اړه څېړنه کوي او دا کار وخت نیسي.

ښاغلي مستغني د افغان حکومت په تېر موقف ټینګار وکړ
ښاغلي مستغني د افغان حکومت په تېر موقف ټینګار وکړ

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران حکومت زرګونه افغانان د سوریې جګړې ته استولي دي.

یو شمېر دا افغانان د جګړو پر وخت نیول شوي هم دي چې ویډیوګانې یې وخت ناوخته پر فیس بوک راوتلي او ښکاري چې شکنجه شوي هم دي:

"۱: عنایت یم. له افغانستانه د پیسو لپاره راغلی یم. ۲: حیدر محمدي یم د بلخ له شولګر څخه یم. له افغانستان ایران ته راغلم او له ایرانه سوریې ته راغلم."

د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو په غبرګون د بشري حقونو مدافع ډلو او افغانانو څو ځله خپل غږ پورته کړی خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

سیاسي کارپوه فهیم کوهدامني وايي، د سوریې د انقلابي ځواکونو اییتلاف افغان حکومت ته شکایت کړی خو افغان چارواکو په دې اړه جدي پلټنې نه دي کړي او د هغو ډلو مخه یې نه ده نیولې چې له افغانستان څخه دا کسان سوریې ته لیږي.

کوهدامني وايي، د سوریې د انقلابي ځواکونو اییتلاف افغان حکومت ته شکایت کړی
کوهدامني وايي، د سوریې د انقلابي ځواکونو اییتلاف افغان حکومت ته شکایت کړی

ښاغلي کوهدامني زیاته کړه:

"له بده مرغه افغان حکومت هغه کړۍ چې سوریې ته تروریستان لیږي تر فشار لاندې نه دي راوستي او دې مسئلې ته یې رسیدګي نه ده کړې. دا کار کولای شي نورې ناوړه پایلې هم ولري. ځینو سني افراطي ډلو ته دا پلمه په لاس ورکوي چې د داعش او نورو افراطي سني ډلو سره یو ځای شي."

ښاغلي کوهداماني وویل، هغه اشخاص چې د ایران په پلوي وخت ناوخته غږ پورته کوي په حقیقت کې هماغه کړۍ دي چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو کلک ملاتړ کوي.

تر دې مخکې هم افغان کارپوهانو له هغې ډلې جاوید کوهستاني او نصرالله ستانکزي ویلي چې ایران د خپلو ګټو لپاره افغانان د سوریې جګړې ته استوي او د هغوی له مذهبي احساساتاو ناوړه ګټه پورته کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG