د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د بشري حقونو څار ډله: ایران زرګونه افغانان د سوریې جګړې ته لېږي


د افغان ځوان علي رحیمي د خښولو مراسم چې د سوریې په جګړه کې وژل شوی (ارشیف)
د افغان ځوان علي رحیمي د خښولو مراسم چې د سوریې په جګړه کې وژل شوی (ارشیف)

د بشري حقونو د څار ډلې د ایران له لوري د سوریې جنګ ته د افغانانو پر استولو اندېښنه ښکاره کړه.

دې ډلې ویلي چې ایران په زوره په خپله خاوره کې مېشت افغان مهاجر د سوریې جګړې ته لېږي.

د بشري حقونو د څار ډلې په یوې اعلامیه کې ویلي، د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ځینې افغانان په زوره او ځینې په دې تمه چې په ایران کې د اوسېدو قانوني جواز ورکوي، هڅولي چې سوریې ته لاړ شي څو د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونو ساتنه وکړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د تېر ۲۰۱۵م کال په وروستیو کې له څه باندې ۲۰ افغانانو سره چې په ایران کې اوسېدل، د سوریې جګړې ته د ایران له لوري د افغانانو د ګومارلو په اړه مرکې کړي دي.

یوه ۱۷ کلن افغان وویل چې په زوره یې جګړې ته لېږلی دی. نورو ویلي چې په خپله خوښه د ایران له لوري په تنظیم شوي ځواک کې د شاملېدو لپاره سوریې ته تللي دي.

دا کسان یا د مذهبي عقایدو او یا د دې لپاره چې په ایران کې د هستوګنې قانوني جواز ترلاسه کړي، سوریې ته تللي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اضطرار د څانګې رئیس پیتر بوکېرت وویل:

"ایران افغان مهاجرو ته په سوریه کې د جنګېدو لپاره نه یوازې د مهاجرت او اوسېدو تمه ورکړې بلکې ډېرو ویلي چې دوی ګواښل شوي چې که د سوریې په جګړه کې برخه وانخلي په زوره به بېرته افغانستان ته واستول شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې د ایران له لوري د سوریې او د سعودي عربستان له لوري د یمن جګړې ته د افغانانو د استولو پر راپورونو غور کوي او له هېواده بهر افغان ډېپلوماتانو ته ویل شوي چې په دې اړه څېړنې وکړي.

په ایران کې په ځلونو د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانانو د جنازې او فاتحې مراسم لیدل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې ډېرو افغانانو ورته ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د غړو له لوري نیول شوي او بیا ورته ویل شوي چې دوه انتخابه لري، خپل هېواد ته یې په زوره ولېږي او که د سوریې جګړې ته ځي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

XS
SM
MD
LG