د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

ملي مشارکت ګوند: ایران په پټه له افغان طالبانو ملاتړ کوي


د افغانستان د ملي مشارکت سیاسي ګوند ایران ته د وسله والو طالبانو د پخواني مشر ملااختر محمد منصور تګ په پټه له دغې ډلې د ایران د همکارۍ ښه ثبوت بولي.

د دغه ګوند مشر نجیب الله کابلي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ادعا وکړه چې ده کلونه وړاندې له طالبانو سره د ایران د همکاري په اړه ترتیب شوي اسناد امنیتي ارګانونو ته سپارلي و خو د ده خبره هغه مهال دا موضوع دومره جدي ونه ګڼل شوه.

ښاغلي کابلي زیاته کړه:

"ایران هم طالبان اکمالوي او ما تقریباً اته کاله پخوا په دې اړه زیات اسناد د ملي امنیت ریاست ته ورکړي و هغه مهال یو قهرمان ژورنالېست ماته دغه اسناد راوړل چې بیا ما دغه اسناد د ملي امنیت ریاست ته ولیږل. هغه مهال خلکو داسې فکر کاوه چې ګواکې نجیب کابلی شاید کومه شخصي عقده ولري خو تاسو ولیدل چې د ملامنصور تګ راتګ ایران ته و او بالاخره له ایران د راسنېدو پرمهال ووژل شو."

په ورته وخت کې نجیب الله کابلي وايي چې د افغانستان په نظام کې دننه ځیني کړۍ د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ګټو ته ژمن دي.

نوموړی ادعا کوي چې یو شمېر والیان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ځینو بهرنیو کړېو ته جاسوسي کوي.

کابلي وايي چې د افغانستان په نظام کې دننه ځیني کړۍ د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ګټو ته ژمن دي
کابلي وايي چې د افغانستان په نظام کې دننه ځیني کړۍ د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ګټو ته ژمن دي

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره بیا په کلکه دا خبره ردوي چې ګواګې ځيني والیان د بهرنیانو ګټې پالي او جاسوسي ورته کوي.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دوی د دې ادعا په اړه چې ګواکې زموږ ځیني والیان یو شمېر هېوادونو پورې تړلې دي هره خبره چې له سند پرته مطرح کیږي هغه یوازې ادعا ده او د منلو نه ده."

د مشارکت ملي ګوند په داسې حال کې ځیني والیان پر جاسوسۍ تورنوي چې وړاندې د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په نظام کې د ځینو هغو کسانو له موجودیته اندیښنه ښولې وه چې په خبره یې د بهرنيو هېوادونو ګټې پالي.

ډاکټر عبدالله د وزیرانو شورا یوې غونډې ته ویلي و، که څه هم دغه ستونزه له پخواني نظامه پاتې ده خو د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې لازم اقدامات په پام کې لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG