د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

"افغان حکومت د ایران له خوا د سوریې جنګ د افغانانو د لېږلو پر مسئلې سترګې پټوي"


د افغانستان ولسي جرګه د ایران له لوري د سوریې جنګ ته د افغانانو لېږل ناورین بولي او وايي چې افغان حکومت په دې اړه له مصلحتونو کار اخلي.

له دې سره چې د ایران د سپاه پاسدارانو له خوا د سوريې جنګ ته د افغانانو لېږلو موضوع له څو میاشتو راهیسې ګرمه ده؛ خو په دې اړه د افغان حکومت کمزوري دریځ تازه انتقادونه راپارولي دي.

د افغانستان ولسي جرګه په ایران کې د سوريې جنګ لپاره د افغان ځوانانو جلب او جذب د خورا اندیښنې وړ موضوع بولي او وايي چې باید د حکومت دریځ روښانه شي.

د دې جرګې منشي عبدالروف انعامي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سوريې جنګ ته په زور د افغانانو لېږلو موضوع په کافي شواهدو ولاړه ده؛ خو افغان حکومت په دې اړه تل محافظه کارانه عمل کړی دی:

"ایران د خپلو سیاستونو په خاطر د افغانانو له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي او دا وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی؛ که د دې موضوع په اړه حکومت چې د خلکو څخه دفاع یې په کاري لومړیتوبونو کې ده؛ جدي ونه دریږي ناورین پیدا کیږي؛ څوک چې په سوریه کې نیول شوي ډېر شمېر یې افغانان وو او دا د دې موضوع د ثابتولو لپاره دلایل دي؛ خو حکومت مصلحت او ډېره محافظه کاري کوي."

ښاغلی انعامي وايي چې حکومت د سولې په پروسه کې د پاکستان او ایران رول ته په کتو تل د هرې موضوع په اړه کمزروی عمل کړی او د دې لپاره چې د هغوی رضایت یې حاصل کړی وي په ډېرو حقیقتونو سترګې پټوي.

بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایران سپاه پاسدارانو زرګونه افغان ځوانان په زوره د دې لپاره جذب او سوریې ته لېږلي چې په هغه هېواد کې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ وجنګیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دې موضوع د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM غبرګون هم راپارولی دی.

د دغې سازمان د عامه اړیکو مسوول نصیر احمد حیدرزي وايي چې که سوريې جنګ ته د ایران له خوا د افغانانو د لېږلو موضوع صحت ولري دا د نړېوالو میثاقونو څخه ښکاره مخالفت دی.

"د کډوالۍ نړیوال سازمان ډېر فعالیتونه د کډوالو په بېرته راستنېدو او له دوی سره په بشري مرستو ولاړ دي؛ ولې له دې ټولو سره د یوه نړیوال سازمان په حیث ځان ته دا حق ورکوو چې که داسې موارد موجود وي؛ د نړېوالو میثاقونو د ټولو موازینو سره دا حرکات په تضاد کې دي."

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملي مشارکت د ګوند مشر نجیب الله کابلي داسې ادعا هم کړې چې په کابل کې د ایران سفارت او ځينې نور مرکزونه د افغان ځوانانو د جذبېدو لپاره پراخ فعالیتونه کوي.

ده ویلي چې ځينې ځوانان د دې مرکزونو له خوا همدلته هڅیږي او بیا د سوريې جنګ ته د ایران پواسطه د ایران له خاورې لېږل کېږي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت یې د دې موضوع د ثابتولو لپاره د یوه راپور په ورکولو موظف کړی دی.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي په دې اړه وايي:

"موږ له راپورنو معلومات لرو چې ګویا یو شمېر افغانان دې د سوریې په جنګ کې دخیل شوي وي؛ ولې د دې کار د ثابتېدو لپاره چې څومره دي او که وي له کومو لارو د سوریې جنګ ته ننوتي؟ د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه د ټولو هېوادونو او شبکو سره اړیکې ونیسي او جمهوري ریاست ته یو سم راپور وړاندې کړي."

ومو غوښتل چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نوی دریځ هم ولرو خو د بیا بیا اړیکو نیولو سره هم بریالي نه شو.

له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت تل په دې چې دوی ته هم دا خبرونه رسېدلي؛ خو کافي شواهد په واک کې نه لري بسنه کړي ده.

په همدې حال کې د سیاسي اړیکو کارپوه نجیب محمود په دې نظر دی چې افغان حکومت د کورنیو ډېرو جنجالونو له امله د دې موضوع کنترول ته لازم پام نه دی کړی.

ښاغلی محمود وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید په ټول قوت سره له ډیپلوماټیکو لارو ایران ته مجبوره کړي چې له دې کاره لاس واخلي او له افغان کډوالو دې د وسیلې او فشار الې په توګه استفاده نه کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG