د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

کابلي: افغانستان د سیمې د هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل شوی


په داسې حال کې چې ویل کېږي د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هڅې کوي؛ د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي چې افغانستان د دغو هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل شوی دی.

د دغه ګوند مشر نجیب الله کابلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو د سیاسي پوهې د ضعف له امله هند او پاکستان په افغانستان کې د کشمیر جنګ مخته وړي.

"افغانستان بیا د نړېوالو سیالیو په منځ کې خای نیولی او د ملي وحدت حکومت عاجزه دی چې افغانستان بیا امن کړي؛ د طالبانو له یوې لویې برخې سره آی ایس آی مرسته کوي او څه ډول چې موږ له خلکو اورېدلي یوې بلې ډلې سره یې ایرانیان او روسان مرسته کوي او هندیان او پاکستانیان په هوښیارۍ سره خپله سیالي افغانستان ته راوړې او د کشمیر جنګ یې هېر کړی دی."

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره له افغان حکومت وغوښتل چې پرې نه ږدي دغه هېواد یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سیالۍ په ډګر بدل شي.

د دغه ګوند مشر نجیب الله کابلي وویل چې لا هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې په بهرنیو اسعارو په څانګړي ډول په ایرانی تومنو او پاکستانۍ کلدارو راکړه - ورکړه کېږي.

نجیب الله کابلي په تېره کې هم د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول ایران او پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړي وو.

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند په داسې حال کې دغه هېواد د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سیالۍ د ډګر په توګه یادوي چې د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین یې غړیتوب لري؛ د دوشنبې په ورځ به اسلام اباد کې جوړه شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هېواد ملي ګټو ته په پام سره او په خپلواک ډول د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د خپلو اړیکو په اړه تصمیم نیسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني:

"د افغانستان اسلامي هېواد د یو خپلواک او بشپړ حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د خپلو اړیکو او بهرني سیاست په اړه تصمیم نیسي او د افغانستان د بهرني سیاست لومړیتوبونه د هېواد ملي ګټو ته په پام سره تصویبیږي او افغانستان هېڅ وخت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په دغه هېواد کې د بل هېواد پر وړاندې نیابتي جګړه مخته یوسي."

د ملي مشارکت ګوند په داسې حال کې دغه اندېښنې څرګندوي چې د بلخ ولایت امنیتي مسوولینو ویلي؛ په مزار شریف کې د هند پر قونسلګرۍ حمله د پاکستانیانو له خوا شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړی طالبانو سره د روسیې ورستیو اړیکو ته په اشارې سره وايي چې دا په یو ډل په افغانستان کې د مسګو او واشنګټن مخامخ کېدل ښيي.

XS
SM
MD
LG