د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د پوهنې مسؤلین: دایکندي کې۲۸۲ ښوونځي ودانۍ نه لري


د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وايي، د دغه ولایت د سلګونو ښوونځیو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د یاد ولایت د پوهنې سرپرست رئیس حسین زاد علي ‌زاده د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې ۳۷۷ ښوونځي شتون لري چې چې ۲۸۲ بابه ښوونځي یې ودانۍ نه لري.

نوموړی وایي، په یاد ولایت کې نه یوازې دا چې ګڼ ښوونځي ودانۍ لرې بلکې د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کمښت هم د پوهنې بهیر ټکنی کړی دی.

علي زاده زیاته کړه:

"موږ ۳۷۷ ښوونځي لرو چې ۹۵ ښوونځي يې ودانۍ لري چې دا ودانۍ هم بې کیفیته دي چې ډېر ژر به هغه هم له منځ ولاړې شي، ګڼ ښووځي مو ودانۍ هم نه لري، موږ بله ستونزه هم لرو چې هغه مسلکي ښوونکي دي چې موږ يې له کمښت سره مخ یو او همدارنګه د درسي کتابونو له کمښت سره هم مخ یو."

علي زاده وايي، دغه ستونزه يې څو ځلې له مرکزي ادارې سره شریکه کړې، خو هغوی تش په نامه ژمنې کړي چې تر اوسه يې کوم عملي ګام نه دی اخیستي.

په ورته خت کې د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل کبیرحقمل ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د پوهنې د ریاست د مسؤلینو ستونزې پر ځای دي خو وايي، په ټول افغانستان کې۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې د دې لپاره اوږد مهال پلان اړتیا ده.

نوموړي په دایکندي ولایت کې د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت ستونزه هم مني خو وايي، دغه ستونزه هم په ټول افغانستان کې شته چې د حل لپاره یې اوږدمهاله پلان جوړ شوی دی.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

حقمل زیاته کړه:

"داموږ منو چې په دایکندي ولایت کې ښوونځي ودانۍ نه لري ولې په ټول افغانستان کې۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري دا اوږد مهال پلان ته ضرورت لري چې موږ د دې لپاره ځانکړی پلان لرو او هر ډول ستونزه چې وي دامنو دا په ټول افغانستان کې شته."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د ولسي جرګې له لوري د بودجې د کم مصرف له امله له سلب صلاحیت شو.

راپور: شریف لله شرافت

XS
SM
MD
LG