د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

عزیزي: په بلخ ولایت کې ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري


په بلخ کې د ښوونې ادارې چارواکي وايي چې څه باندې ۱۳۰ ښوونځي په دې ولایت ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

د بلخ د پوهنې ادارې مشر مولوي عبدالعزیز عزیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي دي، له دې سره چې څه باندې ۱۳۰ ښوونځي ودانۍ نه لري ترڅنګ یې لا هم ۱۲۰۰ غیرمسلکي ښوونکي په دې ولایت کې په تدریس بوخت دي.

په بلخ کې د پوهنې ادارې چارواکي له دې شکایت لري چې په دې ولایت کې څه باندې ۱۰۰ ښوونځي لاهم ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له ستونزو سره مخ دي.

د بلخ د پوهنې ادارې مشر مولوي عبدالعزیزعزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ټول ولایت په سطح ۶۳۲ ښوونځي موجود دي چې له دې جملې له ۱۳۰ زیات یې ودانۍ نه لري او ډېری دا ښوونځي د دې ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې موقعیت لري:"په بلخ ولایت کې له ۵۹۳ دولتي ښوونځیو څخه څه باندې ۱۳۰ ښوونځي یې ودانۍ نه لري او کوم ښوونځي چې ودانۍ لري هغه هم دې ته ضرورت لري چې اضافي ودانۍ ورته جوړې شي."

د پوهنې د مشر په خبره چې په بلخ ولایت کې د ترسره شویو پرمختګونو ترڅنګ لا هم د تعلیم په برخه کې د زده کوونکو پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې موجودې دي.

دی وايي، چې بلخ کې ۶۲۰ زره، زده کوونکي شتون لري چې د ۱۲۶۰۰ ښوونکو له خوا ورته تدریس ترسره کیږي، خو ډېری په لرو پرتو سیمو کې لاهم غیر مسلکي ښوونکي په تدریس بوخت دي.

د بلخ د پوهنې مشر ازادي راډیو ته وویل، چې لاهم په چهاربولک، چمتال او ګڼ شمېر نورو ولسوالیو کې ۱۲۰۰ غیرمسلکي ښوونکي په تدریس بوخت دي:"مستفانه چې په ولسوالیو کې ۱۲۰۰ ښوونکي غیر مسلکي کسان دي او زده کوونکو ته تدریس کوي."

په عین حال کې د ګڼ شمېر ښوونځیو زده کوونکي شکایت کوي، چې د ښوونکو له خوا ورسره ناسم چلند کوی او ترڅنګ یې د کتاب د نشتون له ستونزې سره هم مخ دي:« موږته په ښوونځي کې تردې دمه کتابونه نه دي راکړل شوي، ښوونکي مو هم وهل او ټکول کوي، هم دا لامل دی چې په ازموینه کې پاتې راځو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ناسم دودونو له امله لا هم په بلخ ولایت کې په زرګونه ښځینه زده کوونکي د تعلیم د ترسره کولو څخه بې برخې پاتې دي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG