د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

چاپ شوي کتابونه کندهار ته ولې نه انتقالېږي؟


په کندهار ولایت کې د نوي تعلیمي کال څخه یوه میاشت تېرېږي، خو لاهم دوه لکه دوه اویا زره زده کوونکي درسي کتابتونه نه لري.

د سنبلې په پنځلسمه نېټه د کندهار په شمول په ټولو ګرمسیرو ولایتونو کي نوی تعلیمي کال پیل شو.

کندهار کې د نوي تعلیمي کال د پیل مراسم
کندهار کې د نوي تعلیمي کال د پیل مراسم

د تعلیمي کال د پیل ددې نېټې څخه یوه میاشت تېرېږي، خو د کندهار زیاتره زده کوونکي له دې شکایت کوي چي لا هم کتابونه نه لري.

زده کوونکي وايي، د کتابونو په نه موجودیت کې ورته زده کړه خورا ګرانه او زيات وخت په كور كې له مطالعې بې برخي پاته کېږي.

دوی زیاتوي د کښته ټولګیو زده کوونکي ځیني کتابونو په بازار کې اخلي، خو د لوړو ټولګیو کتابونو په بازار کې هم نه پیدا کېږي.

دوی وايي، هر کال د معارف ریاست چارواکي د کال په پیل کې د کتابونو د ستونزې د حل ژمنه وکړي، خو پوره کوي يي نه:

"کتابونه خو اول نه راکوي چي بیا یې راکړي زاړه وي اوس يي موږ ته ویلي چې رایې نیسی ،موږ کتابونه نه لرو کورته چې ولاړ شو کتابونه نشته چې مطالعه يې کړو، معارف ریاست هر کال دا خبره کوي چې موږ کتابونه درکوو خو خپله ژمنه نه پوره کوي."

د کندهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي د هغه زده کوونکو شمېر چې کتابونه نه لري دوه لکه اویا زره تنه ښيي چې په وینا يې په کندهار ښار اود ولسوالیو په ښوونځیو کې زده کړي کوي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی سید احمد سیلاب وايي چې د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پوري ښځینه او ناریینه زده کوونکي د کتابونو د نشتوالي ستونزه لري.

سید احمد سېلاب
سید احمد سېلاب

هغه زیاته کړه:

"موږ د ۱۳۹۵ تعلمي کال په داسې حال کې پیلوو چي دوه لکه دوه اویا زره دوه سوه شپږ نوي اناث او ذکور زده کوونکو مو بې کتابه دي د اوله څخه تر دولسم ټولګي پوري کتابونه نه لري."

د کندهار د پوهنې سرپرست رئیس محیب الله قادري په ښوونځیو کي د کتابونو د نشتوالي ستونزه تایید وي او وايي چې د تعلیمي کال د پیل وړاندي يې د زده کوونکو د اړتیا پر بنسټ شاوخوا دوه میلیونه کتابونه مرکز ته پیشنهاد کړي، خو تر اوسه يې نه دي تر لاسه کړي.

قادري زیاته کړه:

"په هغه شمېر کتابونه چې زموږ زده کوونکي اړتیا لري په هغه شمېر موږ پیشنهاد کړي تقریباً زیات او کم دوه میلیونه کتابونه زموږ اړتیا ده چې دا موږ مرکز ته پیشنهاد کړي، خو د ځنیو ستونزو په خاطر نه دي را رسېدلي زموږ امید دی چې دغه کتابونه ژر تر لاسه کړو."

ویل کېږي چې مرکز د کندهار ښوونځیو د اړتیا برابر دوه میلیونه درسي کتابونه چاپ کړي، خو د پرله پسې غوښتو سره سره يې دغه ولایت ته نه دي انتقال کړي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی، سید احمد سیلاب چې د دغه کتابتونو د انتقال لپاره يې هڅې کړي وايي، وزارت په یوه او بله بهانه، د دغه کتابونو په انتقال کې ځنډ او خنډ پېښوي.

هغه زیاته کړه:

"دوی هیڅ نوعه قانع کوونکي دلایل نه دي ویلي چې ولې، دغه کتابونه نه را انتقالوي موږ که د وزیر سره یا د معین یا نورو سره مجلس کړی د دوی خپله مشکلات زیات دي."

د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي وايي چي دوی درې میاشتي پرله پسې له وزارت سره اړیکه نیولې تر څو دغه درسي کتابونو کندهار ته انتقال شي.

د شمسي په وینا ورازت دوی ته په کتابونو کې د چاپي غلطیو او ځنیو نورو تخنیکي ستونزو یادونه کوي چي په وینا یې د کتابونو په انتقال کې يې خنډ پېښ کړي.

د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي د نوي تعلیمي کال د پيل مراسمو پرمهال
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي د نوي تعلیمي کال د پيل مراسمو پرمهال

نوموړي زیاته کړه:

"چې موږ اوس ورسره لاس او ګرېوان یو، هغه د کتابونو ستونزه ده چې په مرکز پوري اړه لري دغه ستونزه د کتابونو د کموالي ستونزه نه ده د انتقال ستونزه نه ده بلکي د چاپي غلطیو ستونزه ده."

د ولسمشر سلاکار وزیر حاجي اغالالی دستګیري چې خپله يې په مرکز کې نوي چاپ شوي کتابونه لیدلي د چاپي غلطیو ستونزه جدي نه بولي.

د دستګیري په وینا په کتابونو کې دغه چاپي غلطۍ زده کوونکو ته د زده کړې پرمهال ستونزه نشي پېښولای.

ښاغلي دستګیري زیاته کړه:

"هغه ستونزه چې د کتابونو د چاپ د نشر ستونزه وه موږ چې څو د ګوتو په شمېر کتابونه ولیدل هغه داسي ستونزه نه وه چې زده کوونکو ته مشکل جوړ کړي، زموږ هیله داده چې دغه کتابونه ژر را انتقال شي."

په عین وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل کبير حقمل د کندهار په شمول په ځينو ولايتونو کې د کتابونو د اړتیا ستونزه مني او وايي چي نوي چاپ شوي کتابونو د چاپ د نشر د ستونزې په خاطر ولایتونو ته د انتقال څخه را ګرځول شوي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

هغه زیاته کړه:

"متاسفانه په هغه اندازه کتابونه نه لرو چې د ټولو ولایتونو مشکل دي په حل شي، هغه اندازه کتابونه چې زموږ سره په ګودامونو کې موجود دي ددې له امله چې په چاپ کې يې ستونزي موجود دي انتقال يې نشو کولاي."

خو ښاغلي حقمل ونه ویل چې دغه ستونزه په کله هواره شي ترڅو کندهار او ټولو هغه ولایتونه چې زده کوونکې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې سره مخامخ دي کتابونه ورسېږي.

په کندهار کې يوازې د کتابونو د نشت ستونزه نه ده چې زده کوونکي يې په اړه شکایت کوي بلکې شاوخوا ۱۴۷ ښوونځي د نامعلومو د لایلو په اساس ټړل شوي او یو شمېر نور ښوونځي بیا ودانۍ نه لري.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG