د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

حقمل: پوهنې وزارت بروکسل کنفرانس ته منظمه طرحه وړاندې کوي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چمتو دی څو د پوهنې په برخه کې د نړیوالو د مرستې د جلب لپاره په بروکسل کنفرانس کې منظم پلان وړاندې کړي.

د دغه وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر د امر له مخې د پوهنې د ودې لپاره د ارقامو په راټولولو کار پیل شوی او له مخې به‌یې د بروکسل کنفرانس لپاره غوښتنې ترتیب او د مرستو د جلب هڅه وشي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"ټولو ولایتونو ته زموږ استازي تللي دي. د ولایتي چارواکو او د پوهنې له مسؤلینو سره په تفاهم کې زموږ استازي موږ ته دقیق ارقام راټولوي له دې چې موږ څومره ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي لرو څومره حاضر دي څومره غیر حاضر دي څومره ښوونځي مو جوړ کړي دي څومره جوړ نه‌دي یا ودانۍ نه‌لري. د بروکسل په کنفرانس کې به د لا ډېرو مرستو غوښتنه په داسې ډول کېږي چې موږه هرې یوې برخې ته منظم پلان لرو."

ښاغلي حقمل وویل، پخوا هم له دوی سره د ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو ارقام موجود وو خو دا وار هدف دا دی چې په تازه شمېرو سره په بروکسل کنفرانس کې د دوی پلان نړیوالو مرستو ته وهڅوي.

پوهنې وزارت وروسته له هغه د شمېرو راټولول پیل کړي چې ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په درویشتمه د یاد وزارت چارواکو ته په یوې غونډه کې امر وکړ چې د بروکسل کنفرانس لپاره باید په یوه منظمه طرحه کار وکړي.

د بروکسل کنفرانس به د راروان اکتوبر په پنځمه وشي چې د نړۍ اویا هېوادونه او دېرش نړیوال سازمانونه به د پراختیا او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت د طرحو له مخې له دغه هېواد سره خپلې مرستې اعلان کړي.

د پوهنې د برخې ځیني ماهرین بیا ټینګار کوي چې نړیوالو تېر وخت هم له پوهنې سره مرستې کړي خو باید د لا زیاتو مرستو لپاره پوهنې وزارت ډېر منظم پلان جوړ کړي.

د پوهنې وزارت پخوانی معین او د چارو شننونکی صدیق پتمن وايي چې د پوهنې د نظام د لا ښه‌والي لپاره باید د نصاب، تخنیکي او مسلکي زده کړو او د نجونو د تعلیم په څېر عمده مسایل د بروکسل په کنفرانس کې مطرح او د مرستو غوښتنه وشي.

د پوهنې وزارت پخوانی معین او د چارو شننونکی صدیق پتمن
د پوهنې وزارت پخوانی معین او د چارو شننونکی صدیق پتمن

ښاغلي پتمن زیاته کړه:

"رئیس جمهور سره باید معلومات وي چې په کومو برخو کې مرستو ته ضرروت لري. پوهنې وزارت باید دغه معلومات ولسمشر ته وسپاري. ځکه دا عمده ټکي دي چې معارف باید پرې اساسي پانګونه وکړي. دا مسایل خو طبعاً په نړیوالو کنفرانسونو کې مطرح کېږي او هلته تمویلونکي لکه نړیوال بانک یا د امریکا پراختیايي اداره موجوده وي چې د خپلو دفترونو او سفارتونو له لارې بیا مرسته کوي."

ښاغلی پتمن د بروکسل کنفرانس د ډېرو برخو په تېره پوهنې ته د مرستو د جلب ښه زمینه بولي خو ټينګار کوي چې د پوهنې په برخه کې د تېرو کنفرانسونو پرېکړې باید یوه یوه عملي او د کیفیت په ښه‌والي تمرکز وشي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG