د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د بلخ لرو پرتو سیمو کې د نجونو د لېسو د نشتوالي ستونزې


د بلخ ولایت په لرو پرتو سیمو کې د لیسو او ښوونځیو کموالی او نشتون د دې سبب شوی چې په ځینو ولسوالیو کې نجونې د تعلیم او تحصیل له دوام څخه بې برخې کړي.

د نا سم دود موجودیت، نا امني، په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتون او ګن شمېر ښوونځیو ته د ودانۍ نشتوالی هغه څه دي چې د بلخ په ګن شمېر ولسوالیو کې یې نجونې له نهم ټولګي وروسته د زده کړو له دوام څخه بې برخې پاتې کړي دي.

عمدتاً دا ستونزې په هغه سیمو کې موجودې دي چې په کې ناوړه دودونه حاکمیت لري او خلک یې هم د ښه امنیت له نشتون څخه سر ټکوي.

د بلخ ولایت په دولت اباد، چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې ګن شمېر نجونې د لیسو او ښوونځیو له نشتون څخه شکایت لري او وايي چې د یادې ستونزې موجودیت ددې سبب شوی ترڅو دوی د زده کړو او تحصیل له دوام څخه محروم شي.

د بلخ ولایت د مختلفو ولسوالیو څو تنه زده کوونکې چې مرکز مزارشریف ته د لیسې دورې د بشپړولو لپاره راغلي، د یادې ستونزې په اړه داسې وايي:

"زه فرشته نومیږم او د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکې یم، مزارشریف ته راغلې یم ترڅو خپلو زده کړو ته دلته دوام ورکړم، زموږ په سیمه کې د لیسې نشتون سبب شو ترڅو زه او زما کورنۍ له دې ستونزو سره مخ شو."

"زما نوم ګل چهره دی د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکې یم، هلته امنیت ښه نه وو، موږ هم له خپل فامیل سره راغلو، فعلاً په سلطان راضیه کې د ۱۱ ام ټولګې زده کوونکې یم."

په همدې حال کې د بلخ د ښوونې او روزنې ریاست مشر عبدالعزیز عزیزي د یادو ادعا په پخلي سره وايي چې دیاد ولایت په څه باندې پنځو ولسوالیو کې د ناوړه دودونو د موجودیت او نا امنۍ له کبله نجوني د خپلو زده کړو له دوام څخه پاتې کېږي.

ښاغلی عزیزي وايي چې په ګن شمېر ولسوالیو کې دوی د مسلکي ښوونکو له کموالي او ښوونځیو ته د ودانۍ د نشتون سره مخ دي.

هغه وویل:

"زموږ په ولسوالیو کې متسفانه هم ښوونکي کم دي او هم ودانۍ نلري، همدارنګه باید یاده شي چې تر دمه یادو ولسوالیو ته درسي مواد هم نه دي رسېدلي."

اکثراً نجونې په چهاربولک، چمتال، دولت اباد، شورتپې او کلدار ولسوالیو کې د لیسې ښوونځیو له کموالي او نشتون سره مخ دي او په همدې دلیل د لوړو زده له ترسره کولو هم محروم کیږي.

باید یاده شي چې دا ستونزه یوازې په بلخ ولایت کې نه ده موجوده بلکې د ګن شمېر شمالي ولایتونو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د ورته ستونزې څخه شکایت لري.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG