د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت په اړه د مشرانو جرګې جدي اندېښنې


که څه هم د مشرانو جرګې اداري پلاوی د داعش پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د جدي اقداماتو خبرې کوي، خو د دغې جرګې ځینې غړي د داعش ډلې مخ پر زیاتېدونکو پرمختګونو اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې د داعش د ډلې د بریدونو پر زیاتېدو د ولسي جرګې پر اندېښنو سربېره، د مشرانو جرګې غړي هم وايي چې که د دغې ډلې د فعالیتونو مخه ونه نیول شي، افغانستان به په سوریه او عراق بدل شي.

د مشرانو جرګې اکثرو غړو د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د داعش ډلې پر موجودیت خبرې وکړې او ويې ویل چې افغان او نړیوال ځواکونه باید، د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې وسیلي کار واخلي.

حسیني: د داعش له منځه وړلو لپاره باید له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.
حسیني: د داعش له منځه وړلو لپاره باید له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

د مشرانو جرګې غړې نجیبې حسیني وویل:

"موږ نه غواړو چې افغانستان په دویمه سوریه بدل شي، ځکه چې موږ په خپله ډېرې ستونزې لرو، داعش، القاعده، طالبان او داسې نور، نړیوالې پروژې دي چې یوه له بلې پسې پلې کېږي، هیله ده حکومت ویښ اوسي، او افراطیانو او جنایتکارانو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي."

د مشرانو جرګې غړي په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش د ډلې پر شتون او فعالیتونو اندېښنې ښيي چې تېره اوونۍ د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې، د دغې ډلې او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او دواړو لورو ته په کې تلفات واوښتل.

همدارنګه تېره اوونۍ د غور ولایت د فیروزکوه په یوې اړونده سیمه کې داعش ته منسوبو وسله والو ۳۰ ملکي وګړي ووژل.

د مشرانو جرګې بل غړی ګل احمد اعظمي هم د هېواد په ځینو ولسوالیو کې د داعش ډلې پر شتون او خوځښتونو اندېښنه وښوده:

"حکومت ته پکارده چې د داعش شتون برسېرن ونه ګڼي، نړیوالې ټولنې ته پکارده چې په دې برخه کې له افغان حکومت سره لازمه مرسته وکړي، نن که ننګرهار او غور زیانمن شوي، سبا به د هېواد په هره سیمه کې دغه جنګ خلک ووژني."

پرون شنبې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر ویلي چې د داعش ډله اوسمهال ډېر امکانات لري او غواړي چې په افغانستان کې مرکز ولري.

ښاغلي قدیر د ولسې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د داعش ډله په سوریه او عراق ځپل شوې او اوس هڅه کوي چې د افغانستان په ختیځ کې ځان ته، ځای ځایګی پیدا کړي.

ځینې راپورونه وايي چې د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د داعش د ډلې پر موجودیت اندېښنه ښودلې او ناټو هم ویلي چې په دې هېواد کې د داعش د ډلې شتون، د دوی ماموریت پیاوړی کړی دی.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار سره له دې چې په هېواد کې د داعش خوځښتونه جدي ګڼي خو ډاډ ورکوي چې پروړاندې یې د هېواد امنیتي ځواکونو اقدامات هم جدي دي.

مسلمیار: هېواد کې د داعش په وړاندې اقدامات جدي دي.
مسلمیار: هېواد کې د داعش په وړاندې اقدامات جدي دي.

هغه زیاته کړه:

"له نېکه مرغه څلور ورځې مخکې امنیتي ځواکونو عمل کړی و او دوه ورځې عملیات روان دي، اوسمهال بر پچیر تر ډېره ځایه د حکومت په ولکه کې دی او کومې سیمې چې له داعش سره دي هغه به هم له داعشه پاکې شي، سره له دې وضعیت سل په سلو کې ښه نه دی، خو د مهارېدلو په حال کې دی او خداې دې وکړي چې دښمن ماتې وخوري."

پخوا تردې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د هېواد په شمال کې د داعش په خوځښتونو اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې ځینې کړۍ په دې هڅه کې دي چې د دې ډلې په زرګونو کسان شمال ته ولېږدوي.

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ټینګار کوي چې په افغانستان کې داعش ډلې ته درانه زیانونه اوښتي او اوس هم د دغې ډلې پر وړاندې عملیات روان دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG