د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

غور والي: د داعش پر ضد دې بنسټیز تصفیوي عملیات پیل شي


په غور کې له ۳۰ څخه د ډېرو کسانو تر وژلو وروسته د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، هغه ډله چې د داعش په نوم په دغه ولایت کې فعاله شوې یو جدي ګواښ دی.

د یاد ولایت والي غلام ناصر خاضع د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دې ډلې له لسو کلونو راهیسې کله له طالبانو او کله هم د داعش سره همکاري کړې او د عامو خلکو په وړاندې یې هېڅ ډول جنایت نه‎دی سپمولی.

د هغه په باور دا ډله د غور مرکز اړوند د فیروزکوه په شمالي برخو کې فعاله ده چې هر وخت‌یې د خلکو په وژنو او وسله‎والو غلاوو لاس پورې کړی دی.

غور والي وايي:

"دا ډله چې په بې‎ګناه کسانو رحم نه‎لري د اندېښنې وړ ده، ځکه نه‎شو کولای چې د هر ملکي کس تر څنګ یو سرتېری ودروو، له همدې امله له لوړپوړو حکومتي چارواکو غواړو چې بنسټیز تصفیوي عملیات ترسره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله‎والو کسانو کوم چې د غور ولایت چارواکي یې د داعش اړوند بولي د سې شنبې په ورځ څه باندې ۳۰ ملکي وګړي فیروز‎کوه ته نېږدې سیمه کې په ‌ډزو ووژل.

دې پېښې د هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول او جمهور رئیس غني په یوې اعلامیه کې وویل چې په غور ولایت کې د ډله‌ییزو وژونکو څخه به بدل واخلي.

ملګرو ملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان هم په دغه ولایت کې د غیر نظامي کسانو دا وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

په غور ولایت کې د ملکي کسانو دا وژنه لومړۍ پېښه نه‎ده بلکې د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا دوه کاله وړاندې هم دې وسله‎والو د دوو مسافر وړونکو موټرو څخه ۱۴ کسان ښکته او په ډزو یې ووژل.

د غور ولایتي چارواکي وايي چې دې ډلې اوس زیات نور کسان هم جذب کړي او خپل فعالیت‌یې غځولی دی.

د غور د ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان په دې اړه وايي:

"دوی په دوه درېیو ځایونو کې دي او بې‌سواده او جاهل خلک‌یې خپلو لیکو ته جذب کړي دي."

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د جمهور رئیس د مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونه په غور کې د ملکي کسانو د وژونکو د پیدا کولو په لټه کې دي.

له بلې‌خوا د افغانستان دفاع وزارت هم په غور کې د پراخو عملیاتو د پیلولو خبر ورکوي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په ډاډ سره وايي چې امنیتي ځواکونه به دا وسله‎واله ډله له‎منځه یوسي.

دی وايي:

"موږ همدا اوس د غور ولایت په پساوند سیمه کې عملیات لرو، زموږ قطعات هلته لا چمتووالی نیسي تر څو دا عملیات ښه او ژر پیل شي."

دفاع وزارت وايي چې په تېر کې هم د دې ډلې په وړاندې عملیات شوي دي خو د عملیاتو په وخت کې دا ډله له یوه ځای څخه بل ته په تېښته بریالۍ شوې ده.

له دې سره د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل وايي، تر کومه چې حکومت د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه او د ډار اچوونکو ریښې پرې نه‎کړي د وسله‎والو ډلو په وړاندې هر ډول عملیات به لازمې لاسته راوړنې ونه‎لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG