د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان جمهوري ریاست په غور کې د وسله‌والو مخالفانو له لوري د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښه غندلې ده.

جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشر غني له قوله ویلي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو د پېښو له عاملانو به د عامو وګړو د وینې انتقام واخلي.

دا خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوه چې د غور سیمه‌ییزو چارواکو وویل، یو شمېر وسله‌والو چې ځانونه‌یې داعش ډلې پورې اړوند بلل تېر ماښام‌یې ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي.

د دغه ولایت والي محمد ناصر خاضع ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې د غور ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان ویلي وو چې په دې پېښه کې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د غور چارواکو همدارنګه ویلي له دې پېښې وړاندې د افغان ځواکونو عامو خلکو او وسله‌والو تر منځ په نښته کې د وسله‌والو یو قوماندان هم وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG