د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان امنیتي ځواکونو غور کې د هغو وسله‎والو د موندلو لټه پیل کړې چې د سې شنبه‌یې د مرکز فیروزکوه په شمال کې ۳۶ ملکیان ووژل.

تر دې پېښې وروسته جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني په وینا خبر ورکړ چې د ملکیانو د وژلو د پېښې له عاملانو به انتقام واخلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه لاس په کار شوي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه:

"تر پېښې وروسته د غور ولایت مسؤلانو د پراخو عملیاتو خبر ورکړی دی. د دې ترڅنګ د افغانستان ټولو امنیتي قواوو ته چې په رأس کې یې د امنیتي ارګانونو مسؤلان دي، هغوی ته دنده سپارل شوې ده څو د غور د دغې پېښې عاملانو ته سزا ورکړي."

د غور مرکز فیروزکوه د شمال په ۱۰ کېلو مترۍ کې ملکیان هغه وخت ووژل شول چې د غور د چارواکو په وینا یوه ورځ مخکې تر پېښې هلته د سیمې خلکو د فاروق په نوم د دولت مخالفه وسله‎والو یو قوماندان وواژه.

د فیروزکوه یوه اوسېدونکي محمد ابراهیم ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎والو د سیمې د خلکو څاروي هم غلا کړي دي.

دی وايي:

"طالبان چې داعش ورسره دی او د مرغاب او غلمین د سیمو دي. دوی راغلل د کاسي سیمې د کلیو رمې یې چې نېږدې دوه نیم زره پسونه وو له ځان سره یووړل او همداراز یې هغه خوار خلک چې د بوټو د راټولولو لپاره غره ته تللي وو، شهیدان کړل چې شپږ په‎کې ماشومان دي."

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د افغانستان حکومت باید د پېښې جدي تحقیق وکړي او دا داسې پېښه ده لکه جنګي جرم چې ترسره شوی وي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې مسؤلې حریې مصدق

د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې مسؤلې حریې مصدق

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان برخې مسؤلې حریې مصدق ازادي راډیو ته وویل:

"د بخښنې نړیوال سازمان دا جرم د بخښلو وړ نه‌ګڼي او په ورته وخت کې د افغانستان له حکومت او اړونده چارواکو غواړي چې ژر تر ژره د دې پېښې تحقیق وشي. د پېښې عاملان هم ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي. یعنې د ماشومانو وژل، د ملکیانو وژل په هېڅ ډول، د هېڅ قانون له مخې د توجه وړ نه‌دی او داسې اعمال کېدای شي چې جنګي جرم وګڼل شي."

ملګرو ملتونو هم دغه پېښه غندلې ده او هغه‌یې له نړیوالو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

داعش د افغانستان په ختیځ کې فعاله دی او اوس د چارواکو په باور دا دی په غور کې فعاله شوی دی.

په فیروزکوه کې چارواکي وایي چې لا هم یو شمېر جسدونه د داعش له وسله‎والو سره دي او خلکو ته‌یې نه‌دي تسلیم کړي، خو دا خبره نه‌ده روښانه چې څو تنه نور ملکیان د دولت مخالفو وسله‎والو وژلي دي.

XS
SM
MD
LG