د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ولسي جرګه: داعش افغانستان کې د قوي مرکزنو جوړولو په حال کې دی


ولسي جرګې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې ډلې د فعالیتونو مخه باید له هرې ممکنې لارې ونیول شي.

د دې جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور د زیاتوالي په اړه بحثونه وشول او د دې جرګې غړیو داعش د افغانستان لپاره ستر ګواښ وباله.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د دې جرګې د عمومي غونډې مشري یې هم کوله وویل چې داعش په سوریه او عراق کې له سخت فشار سره مخامخ دی او اوس یې افغانستان ته مخه کړې او غواړي دلته مرکزونه جوړ کړي.

قدیر: داعش هڅه کوي افغانستان کې خپل پیاوړي مرکزونه جوړ کړي.
قدیر: داعش هڅه کوي افغانستان کې خپل پیاوړي مرکزونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړ ه:

"اوس داعش هڅه کوي او هڅه یې کړې چې خپل پیاوړي مرکزونه په افغانستان کې په ځانګړي توګه په ختیځو او شمال لوېدیځو ولایتونو کې جوړ کړي چې تاسو یې بېلګې په پچیراګام ولسوالۍ او غور ولایت کې ولیدې،نو زما جدي غوښتنه له حکومت نه په تېره له رهبرانو نه دا ده چې ټکي ته په جدي ډول پام وکړي."

ښاغلي قدیر یوځل بیا وویل، داسې شواهد شته چې اوس هم په ننګرهار کې د شپې لخوا هلیکوپټرې داعش ته مواد لېږدوي او دې وسله والو ته د هغه په خبره داسې خواړه ور رسول کېږي چې په افغانستان کې نور څوک په اسانه ورته لاس رسی نه لري.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي چې داعش پورې اړوندو وسله والو دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیتونه پیل کړي او د ده په خبره ښایي چې د ننګرهار توره بوره سیمه هم ونیسي.

قدیر: داعش هڅه کوې د هېواد ختیځ کې خپل مرکزونه پیاوړي کړي.
قدیر: داعش هڅه کوې د هېواد ختیځ کې خپل مرکزونه پیاوړي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ما تاسو ته ویلي وو چې داعش یو کال وروسته په افغانستان کې څرګندېږي اوس دوی په غور،مزار،کندز او لوګر کې پیدا شوي، کونړ، نورستان او خیتځ خو څه کوی، که دوی تورې بورې ته ننوتل بیا زه حاجي ظاهر اعتراف کوم چې خراسان به دلته جوړ شي."

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې همدا اوس داعش ډله د ننګرهار په یو شمېر سیمو په تېره په پچیراګام، کوټ او خوګیاڼیو ولسوالیو کې فعالیت لري.

په تېره اوونې کې د دې ډلې او سیمه ییزو پاڅون کوونکو ترمنځ په پچیراګام کې سخته نښته هم وشوه چې تلفات یې هم رامنځ ته کړل.

دغه راز په غور ولایت کې هم تېره سې شنبې وسله والو چې ځانونه یې داعش پورې اړوند بللي وو څه باندې دېرش تنه ملکي وګړي ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

په ورته وخت کې په کندز، جوزجان، فاریاب، بدخشان، زابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د دې ډلې د حضور خبره شوې او له دې امله اندېښنې هره ورځ مخ پر زیاتېدو دي.

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي چې داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او د دې او نورو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات په جدي توګه روان دي.

رادمنش: د داعش د ځپلو عملیات روان دي.
رادمنش: د داعش د ځپلو عملیات روان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس هم په ټولو ولایتونو کې د تروریستانو په وړاندې که داعش دی او که طالب زموږ پوځي عملیات یې پرضد ترسره شوي او اوس هم روان دي، اوس هم د پچیراګام ولسوالې په ګډون د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې زموږ عملیات روان دي."

تردې وړاندې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم ویلي وو ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې اووه نیم زره داعش وسله وال شمالي ولایتونو ته ولېږدول شي.

خو هم جنرال دوستم او هم د افغانستان امنیتي ارګانونو ټینګار کړی چې د داعش د ځپلو لپاره به هیڅ ډول اقدام ونه سپمول شي او حتی ولسمشر غني هم تردې وړاندې ویلي چې افغانستان به د داعش په هدیره بدل شي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG