د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د هېواد امنیتي وضعیت په اړه د مشرانو جرګې اندېښنه


د افغانستان مشرانو جرګه روانو ناامنیو ته په کتو اندېښه ښيي او وايي، وېره لري چې افغانستان د ځینو هېوادونو د سیالیو په ډګر بدل نه‌شي.

د مشرانو جرګې غړي په هېواد کې ناامنیو او د نویو رقابتونو په اړه خپرو شویو راپورونو اندېښمن کړي او وايي، هسې نه افغانستان د سوریې په برخلیک اخته شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د سناتورانو له ګڼو اندېښنو وروسته وویل چې افغان سیاسي مشران باید متوجه شي او هېواد د روان بد وضعیت څخه وباسي.

مسلمیار: مشران باید روان وضعیت ته پاملرنه وکړي.
مسلمیار: مشران باید روان وضعیت ته پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه:

"خدای دې هغه حالت نه‌راولي لکه تاسې دوستانو چې ورته اشاره وکړه چې خدای مه‌کړه په هېواد کې د سوریې په شان حالت رانه‌شي، سیاسي مشران باید پاملرنه وکړي، دا وخت د اتحاد او یووالي دی او حکومت دې د خپلو ځواکونو د ملاتړ او تجهیز لپاره د خپلو نړیوالو دوستانو څخه کمک وغواړي، د هغو اوازو او معلوماتو په اړه چې روسیه، ایران او پاکستان د طالب پلاوو سره په خبرو بوخت دي باید د هېواد د بهرنیو چارو وزارت معلومات ورکړي."

سناتوران وايي، د هېواد په شمال کې هم‌مهاله د جګړو ډېرېدو او روسيې او ایران ته د طالبانو د سفرونو په اړه د راپورونو خپرېدو اندېښمن کړي چې روسیه او ایران په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ ته زړه ښه نه‌کړي.

په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی.
په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی.

پاکستاني رسنیو روانه اوونۍ داسې معلومات خپاره کړه چې طالبان په سیمه په تېره بیا له ایران او روسیې سره د اړیکو جوړولو په لټه کې دي.

که څه هم افغان حکومت د دې راپورونو پخلی نه‌دی کړی، خو ویل کېږي چې طالبانو د ایران او روسیې لپاره خپل استازي هم ټاکلي دي.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په شمال کې د جګړو د رهبرۍ په وخت ویلي چې ځينې داخلي او بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې د هېواد شمال ته ۷۵۰۰ داعش جنګیالي انتقال کړي.

هغه ویلي چې سلګونه چېچني، ازبکستاني، عراقي او سوري جنګیالي چې د داعش په لیکو کې جنګېږي هڅه کوي چې راتلونکی کال د هېواد په شمال کې مرکزونه جوړ کړي.

له دې وړاندې پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان هم په هرات کې یوې غونډې ته وویل چې ایران او د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هڅه کوي چې افغانستان په دوهمې سوریې بدل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست په یاده برخه کې اندېښنې بې‌ځایه ګڼي وايي چې دغه هېواد به هېڅکله هم په لویو لوبو کې ښکېل نه‌شي.

مینه‌پال: افغانستان به هېڅکله هم په لویو لوبو کې ښکېل نه‌شي.
مینه‌پال: افغانستان به هېڅکله هم په لویو لوبو کې ښکېل نه‌شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخانه مینه‌پال وویل:

"افغانستان د هېڅ‌چا پر خلاف نه‌شي استعمالېدای، د افغانستان د بهرني سیاست پالېسي روښانه ده، په هېڅ صورت سره به د سیمې او نړۍ په کچه په لویو لوبو کې ښکیل نه‌شي."

ښاغلی مینه‌پال ټینګار کوي چې افغانستان په خپل بهرني سیاست کې د ټولو ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې لري او دا خبره د دغه هېواد په بهرني سیاست کې چې په پنځو حلقو کې تعریف شوې ښه روښانه ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG