د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د فراه استازي: لا هم د فراه ښار د سقوط احتمال شته


د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، طالبان د فراه ښار له نږدې سمیو څخه نه دي په شا شوي او لا هم د فراه ښار د سقوط احتمال موجود دی​.

د ولسي جرګې غړي محمد سرور عثمان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو او فراه ښار ترمنځ واټن يوازې د فراه رود سیند دی او طالبان لا هم د ښار په نږدې سیمو کې ځای په ځای دي.

د فراه استازي: په فراه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه دولس ورځنۍ شوه.
د فراه استازي: په فراه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه دولس ورځنۍ شوه.

هغه زیاته کړه:

"هغه سیمې چې د دوی په لاس کې وې اوس هم دي،د دواړیو لوریو ترمنځ سرحدي پوله د فراه رود سیند دی، د طالبانو په شا تمبولو لپاره کوم پرمختګ نه لیدل کېږي چې د خلکو اندېښنې کمې کړي، تر اوسه موږ ته په دې اړه کوم خبر نه دی راغلی."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نا امنیو د ډېر والي په تړاو واشګنټن پوسټ ورځپاڼې د يوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې جنګ په افغانستان کې د طالبانو په ګټه روان دی.

دغه ورځپاڼې لیکلي، د جمعې په ورځ ناټو اعلان وکړ چې دغه سازمان يو شمېر بهرني سلاکاران په فراه کې ځای په ځای کړي دي.

د واشګنټن پوسټ په لیکنه، فراه ته د دغو سلاکارانو د لېږلو هدف د وسله والو په وړاندې جنګېدونکو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه او مشورې ورکول دي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې حمیرا ایوبي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هغه امنیتي ځواکونه چې په فراه ولایت کې موجود دي، تراوسه یې د ښار له نږدې سیمو د طالبانو په شا تمبولو لپاره کوم ګټور عملیات نه دي پیل کړي.

اغلې ایوبي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که چېرې طالبان په لنډ وخت کې له ښاره ونه ایستل شي نو د فراه ښار سقوط له تصوره لرې خبره نه ده.

نوموړې زیاته کړه:

"د دواړو لوریو ترمنځ واټن د دریو او يا هم پنځو کیلو مترو په منځ کې دی او طالبان د ښار په داخل کې دي، که چېرې دوی يوه بله حمله وکړي نو ښار ته به داخل شي، د سیمې امنیتي ځواکونه وايي، دوی غواړي مخته لاړ شي، خو دوی ته د حملې کولو اجازه نه ورکول کېږي او ویل کېږي چې په انتظار کې اوسی."

خو د فراه والي دغې څرګندونې نه مني چې ګوندې امنیتي ځواکونو ته د حملې اجازه نه ورکول کېږي.

د فراه والي محمد اصف ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي او په مرکز کې د طالبانو بریدونه شنډ شوي دي.

ننګ: د طالبانو حملې شنډې شوي دي.
ننګ: د طالبانو حملې شنډې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو لویه حمله شنډه شوې ده، د دوی وسله وال مړه او خواره واره شوي دي، دوی چې د فراه ښار د نیولو کومه هیله چې درلوده خپلې هیلې ته ونه رسېدل، په ډېرو سیمو کې دوی خپل رول درلود چې اوس کم شوی دی، لکه د بلندي سیمه چې هلته اوس دښمن نشته، همدارنګه د باغ پل سیمه چې طالبانو ورته نږدې راغلي و اوس نشته همداسې نورو سیمو کې، اما دا په دې معنی نه ده چې طالبان اوس نشته د طالبانو ګواښونه اوس هم موجود دي."

د فراه ترڅنګ د هلمند، ارزګان، کندز او فاریاب اوسېدونکي هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهدان دي.

دغه جنګونه د ژمې په راتګ سره پیل شوي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دغه وخت د طالبانو خوځښتونه کمېدل.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG