د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

ډیپلوماټ مجله: افغانستان کې څه تېرېږي؟


د ډیپلوماټ انلاین مجله، په افغانستان کې څه تېرېږي، د پوښتنې تر مطرح کولو وروسته لیکي چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د امریکا د مداخلې نه پنځلس کاله کېږی او د دغه هېواد څو ښارونه د طالب وسله والو د کلابندۍ په حالت کې دي.

ډیپلوماټ لیکي؛ د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې زده کړې، سلامشورې او مرستې پکې شاملې دي.

افغان ځواکونه د سترو او مهمو ښارونو او د خلکو د ټولیدو د مرکزونو څخه د دفاع توان لري.

مجله لیکي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال نیکولسن د لښکرګاه نه چې د جګړې په حالت کې ده، د لیدنې په وخت ژمنه وکړه چې دا ښار به هیڅکله د طالبانو په واسطه سقوط ونه کړي.

ډيپلوماټ مجله د نیکولسن له قوله لیکي چې د افغانستان حکومت او د دغه هېواد امنیتی ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او په پای کې به وکړای شي ټول ولایت خوندي او سمبال کړي.

مجله وړاندې لیکي؛ د افغانستان د اردو څلورسوه تنه سرتېري د سې شنبې په ورځ هغه وخت د لښکرګاه د پرزېدو د مخنیوي لپاره واستول شول چې طالب وسله والو مخالفینو په یوه ځان وژونکي برید کې د پولیسو یو مرکز له منځه یووړ او د لنډ وخت لپاره د ښار یوې ناحیې ته ننوتل.

ډیپلوماټ زیاتوي چې افغان ځواکونه د فراه ولایت په مرکز کې هم له طالب وسله والو سره چې د ښار دروازو ته نږدې شوي، په نښته کې دي.

د سې شنبې په رپوټونو کې ویل شوي وو چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ هم دولتی ځواکونو د په شا تګ له امله پرزېدلې وه.

مجله لیکي؛ د غوڅ ملاتړ ماموریت له نظر سره سره چې د افغان ځواکونو په توان ټینګار کوي، د دغو ځواکونو ضعیت عمل، د ائیتلاف د قوتونو د رپوټ ورکولو بڼه او هغه معیارونه چې دوی یې د افغان ځواکونو د پیاوړتوب او سلامتۍ د برسیره کولو لپاره کاروي تر پوښتنې لاندې راولي.

لانګ وار ژورنال:

د لانګ وار ژورنال ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي چې د رپوټونو له مخې طالب وسله والو د افغان سرتېرو سل تنه سرتېري په هلمند کې وژلي دي.

خپرونه په خپله دغه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې لیکي چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې وضعیت خراب شوی دی.

خپرونه لیکي؛ له افغانستان څخه رپوټونه رسوي چې په سلګونو افغان پولیس او سرتېري، وژل شوي، ټپي او یا یرغمل نیول شوي او یا هم له طالبانو سره یوځای شوي دي.

لانګ وار ژورنال لیکي چې د افغانستان په اوږده او له یاده وتلې جګړه کې د افغان ځواکونو یوه د مرګ ژوبلو ناوړو پېښو څخه چې د چهارشنبې په چارواکو یاده کړې، د څه ناڅه سلو تنو سرتېرو وژل کېدل دي.

دوی له هغې لارې چې مخکې له وسله والو مخالفینو سره ورباندې موافقه شوې وه په شا تګ وکړ او طالبانو د ژمنې په ماتولو له هرې خوا په دوی ډزې وکړې.

د لانګ وارژورنال خپرونه په خپله یوه بله مقاله کې لیکي چې طالب وسله وال د پنځو ولایتونو مرکزونه ګواښوي.

خپرونې د یوې نقشې په چاپولو د کندز، ترینکوټ، لښکرګاه او فراه ښارونه په نښه کړي دي.

لانګ وار ژورنال لیکي چې طالبان د دغو ښارونو تر ګواښ لاندې راوستلو په خاطر خپل عملیات د افغانستان په لیرې پرتو ولسوالیو کې متمرکز کړي دي.

خپرونه لیکي چې دا لیرې پرتې ولسوالۍطالب وسله والو ته حیاتي رول لري.

طالبان په دغو ولسوالیو کې خلک جلب او جذبوي او روزي یې او په مرکزي ښارونو د برید په خاطر هلته پیسې ټولوي او ځانونه اکمالوي.

خپرونه لیکي چې د ارزګان لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا امین الله یوسف دا ستراتیژي شپږ میاشتې مخکې تشریح کړې وه.

لانګ وار ژورنال لیکي؛ په دغه ستراتیژی کې د طالبانو د بریالتیتوب سره سره، د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال نیکولسن په کلیوالي سیمو کې د طالبانو کنترول د لږ اهمیت وړ بولي.

XS
SM
MD
LG