د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

ننګرهار چارواکي: پچیراګام کې داعش او پاڅون‌ کوونکي سره نښتي


د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولايت ویاند عطالله خوګياڼی وایي، د پچير اګام ولسوالۍ په پاس پاچير سیمه کې نن سهار شپږ بجې د پاڅون کوونکو او داعش وسله‌والو تر منځ جګړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې داعش وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېره‌يې څرګنده نه‌ده.

خوګياڼی وايي، د دغې جګړې پر مهال يو پاڅون کوونکی وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي چې د ټپيانو روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د ویلو ده چې لا هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG